نړۍ

شمالي کوریا د امریکایي بېړۍ ویشتلو خبرداری وکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): شمالي کوریا د هغه امریکایي بېړۍ د ویشتلو خبرداری ورکړی چې د شمالي کوریا ټاپوزمي ته نژدې سوي، شمالي کوریا همدارنګه استرالیا ته هم د اټومي برید خبرداری ورکړی.

شمالي کوریا خبرداری ورکړی که چېري استرالیا د امریکا په ملاتړ ددغه هیواد په وړاندي د برید لپاره چمتوالی وښيې نو دوی به پر استرالیا مستقیم اټومي برید ترسره کړي.

د امریکا یوه جنګي بېړۍ چې جنګي الوتکي لیږدوي د جاپان د سمندري ځواک د دوو جنګي بېړیو سره یوځای د شمالي کوریا ترېنګلي ټاپوزمي ته پرلاره دي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته تر هغه دغه ګام پورته کړ کله چې یې د پیونګیانګ سره اړیکي د اټومي توغندیو پر ازمویني خرابي سوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د شنبې په ورځ وویل چې دغه بېړۍ به ډیر ژر ورسیږي.

د شمالي کوریا پرمختلونکی هستوي پروګرام او اټومي توغندۍ د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی، ټرمپ ژمنه کړې چې د شمالي کوریا هغه ګواښ به له منځه وړي چې په اټومي وسلو سره امریکا په نښه کړي، نوموړي ویلي چې ټولي لاري زموږ په مخ کې دي که څه هم پوځي یرغل وي.

خو شمالي کوریا د دې ټولو ګواښونو په وړاندي بې پروا ده او د متقابل برید خبرداری ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x