umar bin abdul aziz

د عمر بن عبد العزیز په وخت کې د زکات مستحق نه و!

یحي بن سعید رحمه الله وایې: زه عمر بن عبد العزیز افریقا ته د زکات را ټولو له پاره ولیږلم، ما په هغه ځای کې زکاتونه را ټول کړل، کله مې چې وغوښتل اوس دا د زکات مال په مسکینانو وویشم له ډیرې پلټنې وروسته مې هم په هغه ټوله سیمه کې مسکینان پیدا نکړل ، ځکه هغه ټول خلک عمر بن عبدالعزیز رحمه الله غنیان کړې وو. وروسته مي په هغه مال غلامان واخیستل ، هغه مي ازاد کړل او د هغو حقوق مي مسلمانانو ته وبښل.

یو بل قریشي وایې: د عمربن عبد العزیز په زمانه کې داسي حال و چې خلکو به پریمانه مالونه دلته رابار کړې وو هغوی به غوښتل دلته یې په مسکینانو وویشي خو دلته به مسکینان نه و او هغوی به خپل مالونه بیرته یووړل، ځکه دعمر په زمانه کې ټول مسلمانان غنیان شوې وو او دزکات مستحق خلک نه وو.

له دې ظاهري برکتونو پرته چې د رښتیني اسلامي حکومت ثانوي پایلې دي؛ دعمر بن عبدالعزیز په زمانه کې لوی بدلون او ستر انقلاب دا رامنځته شو چې دخلکو تمایلات بدل شوو او دقوم په مزاج او ذوق کې تغیر رامنځته شو، دعمر بن عبدالعزیز رحمه الله د وخت خلک وایې: موږ به چې کله د ولیدبن عبدالملک په زمانه کې سره کښینستلونو په ودانیو او د ودانیو د جوړښت په طرز کې به مو خبرې او مجلسونه سره کول، ځکه ولید له ودانیو سره مینه لرله او دهغه دمینې اغیز په ټول اولس پروت و، داراز له ولید وروسته سلیمان بن عبدالملک له خوراکونو اوښځو سره ډیره مینه لرله، اود ده په وخت کې به دخلکو د خبرو مهمه موضوع ښځې او خوراکونه وو.

او د عمربن عبدالعزیز رحمه الله په زمانه کې دخلکو مجلسونه او خبرې بدلې شوې، د ده په وخت کې دخلکو دخبرو او مجلسونو مهمه موضوع عبادات، نفلونه او تلاوتونه وګزځیدل، که به یوځای څلور کسان سره کښیناستل له یوه بل نه به یې پوښتل : دشپې څه شی وظیفه کوي؟ تا څومره قران یادکړی ده؟ ، په څومره وخت کې قران ختموې؟ او څومره روزې نیسې؟ . ( تاریخ دعوت وعزیمت ۱/ ۵۰) د واکمنو سلوک او ژوند دود پر اولس اغیز کوي، که ښه وي ښه او که بد وي بد.

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د