
د ګډ حکومت د دفاع وزير او لوی درستيز استعفا ورکړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): بلخ کې پر شاهين قول اردو له خونړي بريد وروسته د ګډ حکومت د دفاع وزير عبدالله خان حبيبي او لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم له خپلو دندو استعفا ورکړه.
دفاع وزارت او ارګ ويلي، چې ولسمشر غني د جنرال عبدالله خان او جنرال قدم شاه شهيم استعفا منلې ده.
له تېرې ورځې راهيسې داسې ګنګوسې وې، چې ولسمشر غني د ملي دفاع وزير څخه د استعفا غوښتنه کړې، خو د دفاع وزارت سرچينو دغه خبر ناسم بللی و.
نن د ارګ په رسمي ټويټر کې راغلي، چې ولسمشر د ملي دفاع وزير او لوی درستيز استعفا ومنله.
د دفاع وزير او لوی درستيز بلخ کې پر شاهين قول اردو له خونړي بريد وروسته استعفا ته اړ شوي دي.
د تېرې جمعې په ورځ طالبانو مزار شريف کې پر شاهين قول اردو بريد کې له درې سوو زيات عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی او د پنځوسو عسکرو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا يې کړې وه.