افغانستان

د حزب اسلامي مشر «ګلبدین» جلال اباد ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د دوشنبې په ورځ د ننګرهار مرکز جلال اباد ته رسیدلی دی.

د ګډحکومت یوه جګپوړي چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې حکمتیار به ډېر ژر د خپل ملاتړو په منځ کې را څرګند شي، او زیاته کړې چې نوموړی به یو څه موده په جلال اباد کې پاته شي او بیا به کابل ته ولاړ شي.

د پژواک خبري اژانس په وینا حکمتیار په یوه دولتي ودانۍ کې د خپل ګوند د مشرانو او د خپل ځان د ساتونکو سره لیدلي. د نوموړي ساتونکو د پېښور په شمشتو کمپ کې څه موده تر مخه افغانستان ته د ګرځېدو لپاره او د حکمتیار د ساتنې لپاره تمرینات کول. (بشپړ خبر دلته ولولئ).

د ننګرهار ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې دی په دې اړه معلومات نه لري خو د حکمتیار د راتګ لپاره په ننګرهار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پژواک خبري اژانس ددې تر مخه خبر ورکړی وو چې حکمتیار به په څو ورځو کې لومړی په جلال اباد کې را څرګند شي، همدې اژانس ته د حکمتیار نیژدې سرچینې ویلي چې سبا ورځ به نوموړی په جلال اباد کې په رسمي ډول خپل ځان څرګند کړي.

حکمتیار د ګډحکومت سره د سولې تر تړون وروسته د خپل ظهور لپاره یو لړ شرطونه ټاکلي وه، خو وروسته تر هغه تېر شو او وې ویل چې په هر حال به کابل ته ځي او په سیاسي ډګر کې به د خپلو اهدافو لپاره هلې ځلې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x