ټولنیزه برخه

د سوء ظن خوږه کیسه

نوید صهیب

وایي طلحه بن عبدالرحمان بن عوف په قریشو کې د خپل وخت یو ډیر سخي انسان ؤ، یوه ورځ یې ښځې ورته وویل : ستا تر وروڼو مې ډیر مطلبي او نامرده خلکه ندی لیدلي، طلحه ورته وویل : ولې او په څه؟

ښځې یې وویل : کله چې مو لاس ډک وي او وضعه مو ښه وي وروڼه د هره ورځ پوښتنه کوي، خو کله چې مو لاس تنګ او بې وسه شو بیا یې په زړه هم نه یو.

طلحه وویل : نه داسې نده، قسم په الله چې دا د هغوی د لوړو اخلاقو ښکارندویي کوي، کله چې مو لاس ډک وي هغوی پوهیږي چې مونږ یې د خپلوۍ حق ادا کولای شو، نو ځکه ډیر راځي .

خو کله چې مونږ بې وسه وو، دوی پوهیږي چې د هغوی دې خپلولی حق په نه ادا کولو مونږ غمجن کیږو، نو ځکه ډیر نه راځي.

امام ماوردي د طلحه ددې نېک ګومان په اړه وایي : «وګورئ چې طلحه څه ډول په خپل کرم او لطف د خپلو وروڼو دغه ناځواني وښوودله او د هغوی دا عمل یې په ښه سره تعبیر کړ.

په الله ج قسم چې دا د هغوی د روغو زړونو او پاکو سینو نښه وه چې په دنیا کې آرام او مطمئن او په آخرت کې یې جنت ته د داخلېدو سبب جوړ ؤ.

لکه چې الله تعالی فرمایلي : (ونزعنا ما في صدورهم من غل اخوانا علي سرر متقابلين). [سورة الحجر٤٧] ژباړه : او له زړونو (د جنتیانو) مو یې کینه، حقد او حسادت لرې کړل او د وروڼو په شان یو بل ته مخامخ په کټونو ناست دي».

اللهي ! ته زمونږ له زړونو هم کینې او حسادتونه لرې کړې. آمین یا رب العالمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x