
هرات: نا پيژاندو وسلوالو د ډاکتر عبدالله د ټاکنيز کمپاين دوه غړي و وژل
له هرات ولایت څخه راپورونه وايي چې د ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپاين دوه مهم غړي د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.د ډاکتر عبدالله د ټاکنیز کمپاين محلي وياند خبريالانو ته څرګنده کړې چې نن شنبه ماښام ناوخته د ډاکتر عبدالله د کمپاين دوه مهم غړي د نامعلومو وسلوالو لخوا و وژل شول. تر دې دمه د وژل شويو کسانو نومنه نه دي په ډاګه شوي. د هرات د پوليسو مشر سميع الله قطره هم د پيښې پخلی کړی. د پيښې مسؤوليت تر دې دمه چا نه دی منلی.