افغانستان

سرپرست دفاع وزیر او لوی درستیز وټاکل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): د دفاع وزارت څخه د جنرال عبدالله خان حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم تر استعفی وروسته د هغوی پر ځای سرپرست دفاع وزیر او لوی درستیز ټاکل شوي دي.

د ګډحکومت د جګپوړو چارواکو په وینا د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال طارق شاه بهرامي د دفاع وزارت سرپرست او «شریف یفتلي» د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.

باید وویل شي چې په بلخ ولایت کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو پر قومندانۍ د طالبانو د ډله ییز خونړي برید وروسته د دفاع وزارت او لوی درستیز د استعفاو غوښتنه ډېره کېدله چې بالاخیره دواړو له خپلو دندو څخه استعفا ورکړه او د ولسمشر اشرف غنې دفتر نن رسما د هغوی د استعفا منلو اعلان وکړ.

نوی سرپرست دفاع وزیر بهرامي ددې تر مخه د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال و، او جنرال یفتلي د ۲۰۳ قول اردو قومندان و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x