افغانستان

د امريکا دفاع وزير په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس په نا اعلان شوي ‏سفر کابل ته راغلی دی.‏

امريکايي رسنيو ليکلي، چې جيمز ميټس به افغانستان کې له امريکايي او ناټو سرتېرو سره له ‏ليدو وروسته د ګډ حکومت له ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره هم وګوري.‏

دغه امريکايي چارواکی په داسې حال کې کابل ته رارسېدلی، چې د تېرې جمعې په ورځ ‏طالبانو د خپل نظام د سقوط له پيله تر ټولو ستر خونړي بريد کې نژدې درې سوو عسکرو ته ‏مرګ ژوبله اړولې ده.‏

د روان کال په پيل کې، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ترلاسه کړی، د افغانستان په ‏اړه يې پاليسي نه ده روښانه، خو تېره اوونۍ د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار ميک مسټر کابل ته ‏راغلی و او د ګډ حکومت له چارواکو سره يې د دوو اړخيزو اړيکو سربېره په امنيتي ‏وضعيت خبرې وکړې.‏

په يوه اوونۍ دا دوهم لوړپوړی امريکايي چارواکی دی، چې کابل ته راځي.‏

جيمز ميټس په داسې حال کې کابل ته رارسېدلی، چې د افغان حکومت داخلي جوړښت هم له ‏ګواښونو سره مخ دی او طالبانو هم د تېرو پنځلسو کلونو په پرتله تر ټولو خونړي بريد کې ‏سلګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.‏

بلخ کې پر شاهين قول اردو له ډله‌ ييز بريد وروسته د ملي شورا غړو، سياسي شنونکو او د ‏ټولنيزو شبکو فعالانو پر حکومت نيوکې پيل کړي، حکومتي چارواکي يې په دندو کې په ‏ناغېړۍ تورن کړي او ځينو يې ملي
خاينان بللي دي.‏

پر شاهين قول اردو له بريد وروسته د ګډ حکومت مشر د دفاع وزير جنرال عبدالله خان ‏حبيبي او لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم هم له دندو ګوښه کړي دي.‏

جنرال میټس افغانستان ته تر رسېدو مخکې سعودي، مصر، اسرائیل، قطر او جیبوتي هیوادونو ته سفر وکړ.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې سیمې ته د ماتیس سفر د امریکا د متحدینو سره په ګډه د «تروریزم» د ځپلو لپاره یوه ستراتیژي جوړول دي.

امریکا په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اتومي بم وروسته تر ټولو ستر بم وکاروی چې له امله یې په هیواد کې دننه او بهر سخت غبرګونونه را وپارول.

تر اوسه ددغه بم په اړه معلومات نشته چې څومره تلفات به یې اړولي وي، خو جنرال جیمس ماتیس په اسرائیل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي وه چې دوی به د «مور بم» په واسطه د را منځته شویو تلفاتو په شمېر وخت ضایع نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

زه په حیث دیوه مسلمان افغان دغو رئس جمهورصاحب ته اوکابینی ته داسی وایم دغه سی په ساده الفاظو بیاپه حیث دیوه افغان بچی چه دامسلمان ملت نورمه بد بخته کوی دیر موبدبخته کی که دخدای په خاطرپوهژی لژسه ضعیف عمل درپکشی وی مه نور دامظلوملت ته دوکه ورکوی زه به دغه سی په سفینوالفاظوبیاپه حیث دیوه مسلمان درته وایم چه ملت نورستاسی سره ندی یوکم محدود ستاسی اودکمونیست حکومتونو سره په کرواورو کشی هیس فرق نشته هغوی دغه مظلوم ملت دروسانوپه واسطه تریو میلیون زیات په شهادت وه رسول اوتاسی هم اوس دهغه په قد م فشی ایشیدی داکوم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x