fbpx
bukhari

د امام بخاري غوسه

عبد الله بن محمد الصیادفي رحمه الله وایې: زه یوه ورځ له امام البخاري رحمه الله سره ناست وم، د هغه له کورنه یوه مینځه راووتله هغه یوڅه تیزه روانه وه، په لاره کې یې تیندک وواهه او امام بخاري ته بله ډیوه یې واړوله. امام یوڅه په غوسه ورته وویل: په داڅنګه تګ کوې لیږ سمه ځه، هغې هم په غوسه ورته وویل چې لاره نه وي نو څه وکړم . امام بخاري رحمه په ډیر ارام هغې ته وویل: ځه ازاده مي یې!.

صیادفي وایې: ما امام ته وویل: هغې تاته سخته خبر وکړه او تا هغه ازاده کړه ؟! امام بخاري رحمه الله ورته وویل: ما دغوسې پر زغملو ځان روږدی کړی . رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: الله جل جلاله وایې ای بنیادمه! که دغوسې پرمهال ما یاد ولري یعني زما حکم ومنې او غوسه وزغمې، نو زه به هم زما دغوسې پر مهال تایادلرم، یعني ستاد هلاکت په وخت به تا له هلاکت نه وژغورم. (تفسیر ابن کثیر) .

غوسه طبعي ده او هر انسان غوسه کیږي، خو نر هغه ده چې غوسه وزغمي، او که څوک غوسه ونه زغمي هغه به یې بدې پایلې ویني، دغوسې زغمل که څه هم سخت دي خو که دې ته وګورو چې د غوسې وخت په ټولیزه توګه ډیر لنډ وي نوله ډیرو بدو پایلو دژغورلو او له الله نه داجر ترلاسه کولو په نیت مومن باید دا سخت غوړپ وکړي، او د غوسې ژر زغملو یوبل اهمیت داده چې د غوسې په حالت کې دانسان دمخ حالت بیخي خراب وي، دمخ رنګ بدل وي، سپوږمې پړسیدلې، په قهرلړلې توګه یوه بل لورته سترګې اړول بیخي دلیوني په څیر وي؛ نو له دې ناخوښه حالت نه د وتلو له پاره باید انسان ژر غوسه وزغمي، پاته شو د غوسې په مهال مبارکي ژبې چلند … هغه خو دغوسې په حالت کې بیخي دیادولو نه وي… دا حالت دهغه چا ده چې یوڅه نارمل انسان وي او دغوسې په مهال ناست وي، او هغه سره لمبه انسان چې دغوسې په حالت کې ولاړشي، نه تم کیږي، خلکو نیولی وي، دواسکټ، کمیس او نور لباس … ګیندې یې هم سپخولې وي … ستمی کوي او… رښتیا هم یو عاقل انسان په ډیرو پیسو هم دڅو ثانیو له پاره داسي حالت نه خوښوي.

د امام بخاري کیسه زموږ له پاره ښایسته درس ده ، هغه وایې ماد غوسې په زغم ځان عادت کړی ده، که غوسه طبیعي ده وي دي انسان ته الله دخپلو طبیعتونو د کنترول وړتیا ورکړې ده، د غوسې دکنترول وړتیا خپلول په اسلام کې د لوی اجر او ثواب کار ده.

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د