ټولنیزه برخه

په ماشومانو کې بدې خبرې کول

ژباړه : عطا محمد میاخېل

ماشومان بدې خبرې له دوستانو، آشنایانو، شاوخوا ملګرو، کورنۍ او حتا له ټلویزیون څخه زده کوي، کله چې هغوی نورو ته بدې خبرې کوي، غواړي وګوري، چې د دوی بدې خبرې په نورو باندې څه ډول اغېزه کوي .

هغوی له خپلو دوستانو سره خبرې کوي او یو بل ته وایي، کله چې بدې خبرې وکړي له څه ډول پایلو سره به مخامخ شي . کله چې ماشوم له خپلې خولې څخه بدې خبرې بهر کوي، نو داسې احساس کوي، چې ستر شوی دی، ماشوم په دې کار سره احساس کوي، چې د خپلو ملګرو او دوستانو په څېر ستر شوی دی .

د ماشومانو خوښېږي، چې بدې خبرې وکړي، خو ښه پوهېږي، چې دا کار یې سمه نه دی، ماشومان په دې باندې ښه پوهېږي، چې والدین یې د دوی دا کار نه خوښوي . ماشومان له یو بل سره شخړه کوي او یو بل ته بدې خبرې کوي، خو په دې باندې ښه پوهېږي، چې نباید دا خبرې خپلو ښوونکو او نورو لویانو ته وکړي . کله وخت ماشومان په کور کې یو بل ته بدې خبرې کوي او په دې کار سره، خپله غوسه نورو ته څرګندوي .

کله چې ماشومان بدې خبرې کوي، نو خجالت کېږي او خپله هم پوهېږي، چې دا کار یې سم نه دی . که چېرې والدین د ماشوم شرمېدلې څېره وویني، اړتیا نه شته، چې خواشیني شي، داسې نه چې یو ځل بیا خپله بده خبره تکرار نه کړي، هغه چې کومه کلمه اورېدلې ده، په ژبه یې راوړي او ښایي په مانا یې پوه نه شي . ځینې والدین کله چې اولادونه یې بدې خبرې کوي، نو په هغه باندې نیوکه نه کوي او ځینې نور حتا خپلو اولادونو اجازه نه ورکوي، چې یوه بده خبره هم له خپلې خولې څخه بهر کړي .

په هر صورت، کله چې ماشوم پوه شي، کومه خبره یې چې کړې ده، بده ده، باید هغه وګواښل شي، چې بل ځل هغه خبره له خپلې خولې څخه بهر نه کړي . که چېرې ماشوم له ښکنځلو څخه نه خواشینی کېږي او د شرمنده ګۍ احساس نه کوي، نو باید د هغه د دې بد کار په اړه ډېر فکر وکړئ او سم تصمیم ونیسئ . ښایي ماشوم ستاسو پاملرنې ته ډېره زیاته اړتیا ولري، له همدې امله بدې خبرې کوي، ترڅو ستاسو پام ځانته را واړوي . ماشوم داسې احساس کوي، چې د ځان په اړه ستاسو منفي پاملرنه له دې څخه غوره ده، چې اصلاً هغه ته هېڅ پام ونه کړئ . ښایي تاسو هم هغه ته نه وایئ، چې دا کار یې نا سم دی او په دې اساس ماشوم خپل کار ته دوام ورکوي . ماشوم ته یادونه وکړئ، چې دا کار یې ناسم دی، که چېرې ستاسو یادونه یې نا لیدلې ونیوله، نو هغه ته ووایئ، چې سزا به درکړل شي.

کله وخت ماشوم بدې خبرې له خپلو والدینو څخه زده کوي او تکرار وي یې، د دې له پاره چې ماشوم مو بدې خبرې ونه کړي، نو باید له ماشوم سره په خپل چلند باندې ډېر پام وکړئ، هغه له تاسو څخه بېلګه اخلي او د ستاسو تقلید کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x