افغانستان

بیړنۍ خبر: په خوست کې پر ځانګړو ځواکونو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): په خوست ولایت کې پر ځانګړو ځواکونو لویه چاودنه شوې خو تر اوسه یې تلفاتو په اړه معلومات نشته.

د خوست امنیه قومندانۍ یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې چاودنه نن ورځ په یوه بجه شاوخوا د زاړه هوايي ډګر سره د کمپاین په نامه پر ځانګړو ځواکونو شوې ده.

د چاودنې غږ په ټول ښار کې اوریدل شوی او له سیمې څخه لوګي پورته کیږي، د عیني شاهدانو په وینا د چاودنې سیمې ته د نیژدې کورونو شیشې هم ماتې شوي دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x