افغانستان

ملګري ملتونه افغانستان کې د بنديانو ځورول او شکنجې د بشريت ضد کار بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۶): افغانستان کې د بنديانو ځورول او شکجنې له تېرو څو کلونو راهيسې روانې دي او د دغو شکنجو له امله لسګونو بنديانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ډېری يې سياسي بنديان دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان په زندانونو کې د بنديانو په ځورولو، تعذيب او شکنجو اندېښنه ښودلې او دا يې د بشريت ضد کارونه بللي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې «يوناما» مشر تداميچي ياماموتو په دې اړه ويلي، چې د افغانستان په ګڼو زندانونو کې له بنديانو سره ناوړه چلند کېږي او دا کار د بشري ټولنو او ملګرو ملتونو لپاره د اندېښنې وړ دی.

يوناما وايي، چې ۲۰۱۵ کال راهيسې يې د ملي امنيت، پوليسو او نورو پټو او ښکاره زندانونو کې له ۴۶۹ بنديانو سره له مرکو وروسته دغه راپور تيار کړی دی.

۲۰۱۰ کال راهيسې يوناما د بنديانو د حقونو په اړه څارنه پيل کړې او وايي، چې د تېرو دوو کلونو راهيسې د نيول شوو کسانو له ډلې درې چنده هغه بنديان دي، چې تورونه يې نه دي ثابت شوي او په زندانونو کې ورسره غير انساني چلند شوی دی.

د يوناما په راپور کې دا هم راغلي، چې استخباراتي ادارو او پوليسو له بنديانو په زور د اقرار اخيستو لپاره زندانيان شکنجه کړي، وهلي او ځورولي دي.

يو شمېر بنديانو د يوناما استازو ته ويلي، چې له دوی په زوره اقرار اخيستل شوی، ځينې وخت دوی اصلا نه دي پوه شوي، چې څرنګه د دوی په دوسيه کې د دوی لاسليک او ګوتې لګول شوي دي.

د نړيوال قانون له مخې هېڅ اداره او ځواک حق نه لري، چې تورن څخه په زوره اقرار واخلي يا يې وځوروي، خو افغانستان کې لا هم زرګونه داسې بنديان شته، چې په ناسم تور د استخباراتو او پوليسو په زندانونو کې په داسې حالت کې شپې ورځې تېروي، چې تعذيب او شکنجې ورکول کېږي او دوسيې يې هم په سمه توګه نه څېړل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اوس هم شاباس چه د نړیوال استعمار د یوناما یا ملګرو ملتو د بشریت ږغ پورته کړو ، تش په نامه ملګری ملتونه خو د یهودی استعمار یو ډيپارتمنټ دی خپل غیر مشروع کارونه پری مشروع کوی، زه باور لرم چه دا ژغ پورته کول به یی هم د امریکا او اسراییلو په اجازه پورته کړی وی هغه هم په دی خاطر چه قسم یی په ځای وی چه مونږ خو تش په نامه بشریت سره د ناخوالو به افغانستان کی ږغ پورته کړو نو صبا به څوک ورباندی نیوکه نه لری چه تاسی یواخی امریکایانو او اروپایانو ته او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x