muttaqeen janat

د (إن المتقين في جنات وعيون) ایة تفسیر

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ * ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ آَمِنِينَ * وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ * الحجر: 45، ژباړه : بې شکه متقیان به په باغونو او چینو کې وي، (دوی ته به وویل شي) دې باغونو ته په په امن او سلامتیا کې داخل شئ، او موږ به د دوی(جنتیانو) له سینو نه کینه او دښمني لري کړو، هغوی به لکه وروڼه یوه بل ته مخامخ په تختونو ناست وي.

تفسیر:

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ

متقيان: هغه خلك دي چې ښه عملونه یې کړې وي او له ګناهونو یې ځانونه ژغورلي وي. جنات: د جنة جمعه ده د مختلفو ونو باغونو ته ویل کیږي، الجنة پټولو ته وایې او باغ ته چې څوک ننوځي هم په ونو کې پت شي، العیون: د عین جمعه ده او عین چینې ته وایې، دجنت څلور چینې دي : داوبو چینې دشرابوچینې دشیدوچینې د شاتو چینې د دې څلور ډوله چینو یادونه دقرانکریم په محمد سورت کې راغلي ده : مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفّىً وَلَهُمْ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاءً حَمِيماً فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ ﴾ [محمد: 15]. ژباړه: دهغه جنت په څیر چې له متقیانو سره یې وعده شوې ده، په هغه جنت کې به د داسي اوبو نهرونه یې چې تودې به نه وي، د داسي شیدونهرونه به وي چې خوند به یې نه وي بدل، د داسي شرابو نهرونه به وي چې د څښونکوله پاره به خوندور وي، او دپاکو شاتو نهرونه به وي، په هغو جنتونو کې به د دوی له پارهر ډول میوې وي او دالله له لوري به بښنه وي، لکه څوک چې تل په اور کې وي او ګرمې اوبه وڅښي نو کولمې به یې پرې کړي .

ادْخُلُوهَا بِسَلامٍ آمِنِينَ

دوی به جنت ته د سلامتیا او امن په حالت کې داخلیږې، سلامتیا یعني روغ رمټ او دصحت په جامو پټ به وي، او په امن کې به وي یعني هیڅ ډار او ویره به نه وي، د مرګ، غم، درد او له جنت ته دوتلوبه یه هیڅ ویره نه وي. دصحیح مسلم په یوه حدیث کې راغلي دي: عن أبي سعيد الخدري وأبي هريرة رضي الله عنهما: أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ينادي منادٍ إن لكم أن تَصِحُّوا فلا تسقموا أبداً، وإن لكم أن تحيوا فلا تموتوا أبداً، وإن لكم أن تشبّوا فلا تهرموا أبداً، وإن لكم أن تنعموا فلا تبأسوا أبداً. یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: اواز کوونکی به اواز وکړي تاسوبه روغ یئ هیڅکله به نه ناروغان کیږئ، اوتاسو به ژوندي وئ هیڅکله به نه مرئ، اوتاسوبه ځوانان یئ هیڅکله به نه سپینږیري کیږئ ، تاسوبه په نعمتونو کې یئ بدحالت به هڅکله نه درباندي راځي. داراز په یوه بل ایت کې راغلي دي: وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴾ [الأعراف: 43] یعني او اواز به وکړل شي چې دا هغه جنت ده چې تاسو ته ستاسو دعمل په بدل کې درکړل شوی ده. أمية بن الصلت وايې: وحل المتقون بدار صدق وعيش ناعم تحت الظلال لهم ما يشتهون وما تمنوا من الأفراح فيها والكمال یعني متقیان به د رښتیا کوراو جنت ته ننوځي، او دسیورو لاندي به خوندور ژوند وي، د دوی غوښتنې او هیلي به ټولې ترسره کیږې، چې هغه خوندونه او هرشی پوره دي.

وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ

الغلّ حقد او دښمني ته وایې، د ایت موخه داده چې د جنتیانو له زړونو به حقد اودښمني لري کړل شي، او له دې سره به داسي وي لکه وروڼه او بل نعمت به داوي چې د وروڼو په څیر به مخامخ سره ناست وي، په یوه بل ایت کې هم داخبره راغلې ده او هلته بیا راغلي چې د ورورګلوي په حالت کې به وي او لاندي به يې نهرونه بهیږې، دوی به وایې چې داد الله حمد ده هغه موږ ته دا هدایت کړی و موږ د دې وړ نه وو چې داد هدایت لاره پیدا کړو. او انبیاء موږ ته په حقه راغلي وو. وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴾ [الأعراف: 43].

د ابوسعید الخدري رضي الله عنه په یوه روایت کې راغلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: مومنان به له اوره خلاص شي، او دجنت او جهنم په منځ کې په یوه پله باندي به تم کړل شي، دوی چې په خپلو کې په دنیا کې په یوه بل ظلمونه کړي وي دهغوی بدله به له یوه بل نه واخیستل شي، ترڅو ښه پاک او صفا کړل شي بیابه جنت ته دننوتلو امر ورته وکړل شي. يخلص المؤمنون من النار فيحبسون على قنطرة بين الجنة والنار، فَيُقَصُّ لبعضهم من بعضٍ مظالمَ كانت بينهم في الدنيا، حتى إذا هُذِّبُوا ونُقُّوا أذن لهم في دخول الجنة. [2] صحيح البخاري ص 1252، برقم .6535.
ابن کثیر رحمه الله لیکي: د جنتیانو له زړونو د غل او دښمنې دایستلو حکمت داده چې په دې سره به دهغوی نیمرغي او خوشالي پوره شي، ځکه دښمني زړونه فاسدوي او سینې تنګوي، او ځکه خو الله جل جلاله درسول الله صلی الله علیه وسلم سینه خلاصه او پاکه کړه اوپه ماشومتوب کې یې دوه ملایکې ورته رالیږلې وې او دهغه له سینې نه یې دښمني او غل ایستلي و او سینه یې ورمینځلې وه.

عَلَى سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ مُتَقَابِلِينَ

سرر د سریر جمعه ده لکه جدد د جدید، یعني لوړ اوښایسته پالنګونه او تکیه ځایونه به وي اوپه روایاتوکې راغلي چې هغه خورازیات ښایسته شوې وي او په هغو به جنتیان ناست وي او داناسته به مخامخ وي، مطلب داده چې ټول به له یوه بل سره مخامخ خبرې کوي او یوه بل ته به شا نه ګرځوي ځکه دهغوی په منځ کې به دښمنې او خپګان نه وي، له دې ایت نه دا هم معلومولی شو چې دجنتیانو په منځ کې به ناستې او مجلسونه وي او په خپلو کې به له یوه بل سره دمینې خوږې خبرې کوي. په دې ایت کې دجنتیانو د خوشاله ژوند او له یوه بل سره دمینې له پاره الله دهغوی زړونه پاکوي او له زړونو یې دښمنې لرې کوي، مطلب داده چې په کومو زړونو کې دیوه بل پر ضد کرکه او نفرتونه پراته وي دهغو خلکو ژوند به هیڅ خوشالي نلري هغوی به تل د دښمنې او حقد په سرو لمبوکې سوځي.

مسلمانانو ته دجنتیانو د دې حالت په بیانولو سره قرانکریم مومنانو ته پیغام ورکوي چې یوه بل ته زړونه پاک کوئ او له زړونو مو دښمنۍ وباسئ، اوپه زړونو کې دیوه بل پرخلاف دښمني او کرکه ستاسو ژوند جهنم ګرځوي او خوشالې او نیکمرغې درباندي حرامه ده . ختیځپوهان او دهغوی شاګردان کوښښ کوي داخبره عامه کړي چې اسلام د جګړو او نفرتونو دین دی او محمد(صلی الله علیه وسلم) جګړه خوښوونکی و، هغوی په دې اړه له ځیني غزواتو او په قرانکریم کې دجهاد له ایتونو سره خپل دروغ او چالاکي یوځای کړي او بیا خلکو ته وایې موږ خپله خبره په دلایلو ثابتوو ! خو د کرکو او نفرتونو په اړه دقرانکریم پیغام ډیر روښانه او واضح ده لکه په لوړ ایت کې چې خبره بیان شوه، داراز په نبوي حدیثونو کې دخپلمنځي میني او دنفرت او کرکو نه خوښولو بې شمیره لارښوونې شتون لري.

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د