ټولنیزه برخه

د یوې سعودۍ مېرمنې له عبرت نه ډکه کیسه

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

کیسه کا: مېړه مې غښتلی، دینداره، اخلاقي او له مور او پلار سره نېکي کوونکی ځوان و، په کال[ ۱۴۱۵هـ] کې مې ور سره واده وشو، د هغه د پلار په کور کې مې ور سره ژوند کاوه، له مور او پلار سره دهغه مینه اخلاص مې زیات خوښېده.

د کال په تېرېدو الله پاک د یوې لور مور کړم. د مېړه روزمره دنده مې د هیواد ختیځې څنډي ته بدله شوه، یوه اونۍ به یې هغلته او بله اونۍ به یې په کور کې تېروله، درې کاله په همدې توګه تېرشول، لور مې په پنځم کال کېوته..

په کال ۱۳۹۵هـ ، دروژې د مبارکې میاشتې په نهمه، له ریاض نه کورته را پر لاره و؛ چې د ټکر په یوه دردمنه حادثه کې سخت ټپي شو، سم دلاسه سیمیز روغتون ته یووړل شو؛ له طبي څېړنو وروسته طب پوهان و دې نتېجې ته ورسېدو، چې نوموړی له دماغي فلج سره لاس او ګرېوان دی؛ ۹۵% یې مغزو کار پرېیښی.

پېښه ډېره درنه وه، دهغه په مور او پلار خو یې له حده زیات اغېز کړی و، د هغه وړې لور (اسماء) ور سره زیاته مینه لرله، تل به یې رانه د پلار پوښتنه کوله: بابا مې را سره د نانځکي وعده کړې؛ کله به راځي.

نوبت په نوبت به یې پوښتني ته ورتلو؛ پنځه (۵) کاله په همدې حال و، د جوړښت پر لور یې یو فیصد پر مختګ هم ونه کړ؟

د کورنیو ځينو غړیو راته کړه: د محکمې پرمټ ترې طلاق واخله؛ دهغه نور د ژوند تمه نشته دماغي سکته یې کړې، د دار الافتاء فیصله هم همداوه.

خو ځما دریځ داو، چې تر څو هغه د زمکې پر سر وي؛ نه غواړم چې ترې بېله شم؛ که په الهي قضا ورسېد هغلته به په خپل دریځ غور کوم.

د خپلې وړې لورکۍ د زده کړي په فکر کې شوم، د قرآن د حفظ مدرسې ته مې وسپارله.. ترڅویې قرآن په کامله توګه یاد کړ، دا مهال هغه لس کلنه ده؛ د پلار په یاد دردناک حالت مې خبره کړه، هغې به ډېر وخت د اوښکو په بدرګه کله په پټه او کله په ښکاره یاداوه..

د لاس تکیه (حافظه لور) مې له ښه دیانت او زرینو خویونو نه برخمنه وه، لمونځ به یې په سمه توګه پر خپل وخت ادا کاوه، لا اووه (۷) کلنه نه وه، د شپې تهجد به یې کاوه.. کله به له ما سره د خپل پلار د پوښتني له پاره تله، کله بې یو سورت پرې تلاوت کړ، کله به یې د هغه د شفا له پاره څه خیرات فقیرانو ته ورکړ.

په کال [۱۴۱۰هـ] کې یې یوه ورځ راته کړه: مورکۍ! ځه نن همدلته له پلار سره په روغتون کې پاتې کېږم، له څه څنډ وروسته مې د پاتې کېدلو اجازه ورکړه.

هغې راته کړه: د پلار تر سر کېناستم، سورة بقره مې پیل کړ ترڅو ختم شو، د خوب څپو لاندې کړم، ویده شوم په خوب کې وینم، چې یوې مسکا مې ژوند ښکلی کړ، زړه ته مې یو قسم ډاډ ننووت، را وخوځېدم اودس مې تازه کړ او لمونځ مې – چې څومره د الله پاک خوښه وه – اداکړ، بیا پر ځای نماز وېده شوم، یو څوک راته کړي: پورته شه! څنګه وېده یې، له هغه رحمان نه دعا وغواړه چې هيڅ خوب نه لري، دا د دعا دقبلېدو شېبې دي. را وخوځېدم په دعا مې پیل وکړ په داسې حال کې چې سترګې مې د پلار په مخ کې خښې دي او اوښکې مې پر مخ را رغړي:

يارب، ياحي ياقيوم ، ياعظيم ياجبار ، ياكبير يامتعال ، يارحمن، يارحيم..

دا زما پلار ستا له بنده ګانو یو بنده دی، ډېر رنځ بې وګاله؛ موږ د ژغم تر څنګ ستا ثنا ویله؛ ستا پر قضا مو باور و، اې الله پاکه! پلار مې ستا رحمت او رضا ته سپارلی، اې هغه ذاته – چې ایوب علیه السلام ته دي له درندې بیمارۍ نه شفا ور وبښله، موسی علیه السلام دي په خپله لورېنه مور ته وسپاره، یونس علیه السلام دي د ماهي په ګېډه کې خوندي وساتل او خپل خلیل ابراهیم علیه السلام دي د اور په مینځ کې له هر راز ضرر نه و ژغورل.. – پلار ته مې شفا را وبښه! طبیبان خو وایي، چې نور د پلار له میني بې برخې یم، څښتنه! ته دقدرت او لویي څښتن یې په پلار مې د خپلې مهربانۍ دريڅه را پرانيزه. بیا مې سر کېښود، د شپې لمن په ټولېدو ده یو تت غږ مې تر غوږ شو، را وخوځېدم یوه بل اړخ ته مې وکتل څوک مې ونه موند، بیا مې کمزوری صوت واورېد؛ پوی شوم، چې غږ زما د پلار ده؛ له ډېرې خوښۍ خپله ژړا نشم کابو کولی..

ور وخوځېدم د پلار په غاړه کې ور ولوېدم؛ الله پاک خبر دی، چې څومره به خوشاله وم او څومره به مې د هغه (جل جلاله) شکر اد کړی وي؟!

پلار مې له ځان نه لیري کوي، راته یې کړه: دا څوک یې! له الله ووېرېږه له ما آخوا شه! زما او ستا کومه رشته په مینځ کې نشته!

ورته مې کړه: بابا جانه! زه ستا لور (اسماء) یم؟

په بیړه مې ډاکټرانو ته له یادې کیسې نه خبر ورکړ، هغه چې راغلو پلار ته مې ګوته په غاښ دي!

یو انګرېزی ډاکټر و په کوډه ماته عربي لهجه یې وویل: سبحان الله.

بل مصری ډاکټر و ویل: ” سبحان من يحيي العظام وهي رميم”

ژباړه: پاکي ده هغه ذات لره، چې خاوري شوي هډونه را ژوندي کوي.

پلار مې له یو څه نه و خبر، کله چې مو په ټوله ماجرا (کیسه) خبر کړ؛ په ژړا ژړا یې وویل: الله پاک ښه ساتونکی دی..

یاده مېرمن وایي: د اسماء پلار – لکه چې ما ور سره وعده کړې وه – را وګرځېد، دا مهال هغه ۴۶ کلن و؛ الله پاک بیا له هغه نه د یوه زوی مور کړم.

الله پاک چې پر ما کومې لورونې کړې؛ هيڅ د هېرېدلو نه دي. له الله پاک نه د ژغم او حوصلې په لمن کې د هر مشکل، درد او بلا پر مهال مرسته و غواړئ؛ همدی (جل جلاله) مو هره اړتیا پوره کوي او په هرڅه واکمن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x