نظــر

د بلخ برید او څو پوښتنې

ابو یاسر افغان

د تیرې جمعې په ورځ یعنې د روان کال د ثور په لومړۍ نیټه د طالبانو لخوا په بلخ ولایت کې د کابل ادارې د اردو په یوه مهم مرکز (شاهین قول اردو) پراخ سرتیري عملیات ترسره شول چې تر دا اوس شیبې رارسیدلي معلومات ښیي چې نږدې ۵۰۰ تنه عسکر په دغه برید کې وژل شوي او درجنونه نور ټپیان دي، د بلخ برید په تیرو څو کالو کې بیساری ؤ، له پیچلو تاکتیکونو له مخې داسې ښکاري چې کټ مټ هماغه تاکتیک په کې کارول شوی کوم تاکتیک چې دری نیم کاله مخکې په هلمند ولایت کې د برتانوي او داخلي عسکر په ګډ کمپاین او ستر مرکز(شوراب) د برید لپاره کارول شوی ؤ، وروستي معلومات دا هم ښیي چې طالب تعرضیانو د ملي امنیت له رینجرو او یونیفورم نه په ګټې اخیستنې دغه بریالی برید ترسره کړی چې د کابل ادارې او د خارجي یرغلګرو له سرونو یې هوښ الوځولی دی.

د برید په هکله مستند ګڼل کېدونکې راپور د نیویارک ټایمز و چې له مخې یې دا خبره غلطه ثابتیږي، کومه چې دلته شاربل کیږي او هغه دا چې برید پر مسجد شوی، نیویارک ټایمز لیکلي ؤ چې برید د ډوډۍ خوړلو پر مهال پر همدغه سالون شوی چېرته چې عسکرو ډوډۍ خوړله، د برید نه وروسته اخیستل شوي انځورونه هم ښیي چې د برید په ساحه کې ګڼې چوکۍ او میزونه پراته دي، چې په مسجد د برید درواغجنه ادعا نوره هم واضحه کوي.

راځو یو څو لنډو مهمو پوښتنو ته چې درانه لوستونکي به یې تر پایه د لوستلو لپاره راسره ملګرتیا وکړي او دغه پوښتنې هغو کسانو ته راجع دي کوم څوک چې د اردو پلویان دي او دغه بیساری برید غندنه کوي.

۱: پوښتنه دا ده چې داخلي عسکر او خارجي ملګري یې د چا پرضد جګړه کوي؟ که د طالبانو پرضد نه وي، نو ولې یواځې طالبان هدف ګرځول شوي او لا هم تر بریدونو لاندي دي؟ که جګړه د طالب پرضد وي، نو آیا د جګړې پر مهال داسې چې یرغل هم تا کړی وي، وسله او عسکر هم ستا زیات وي، بیا هم له مقابل جانب نه د رحم تمه لری آیا دا یو خندوونکي او بزدلانه عمل نه دی؟؟

۲: کله چې امریکایي عسکر ستاسو سره اوګه پر اوګه د یو یو طالب پسې عملیات کوي، پر مدرسو، مسجدونو، حجرو او کورونو یې چاپی وهي، وژني یې، زندانونو ته یې وړي، تاسو ولې پرې خوښي څرګندوئ، ملاتړ یې کوئ او دغه عمل ته یې د خپل ملاتړ نوم ورکوئ یا ورته د تروریزم ملا ماتول وایاست، اوس نو په کوم دلیل تاسو له همغو طالبانو د ترحم غوښتنه کوئ او ځانته برائت ورکوئ؟؟

۳: د کندوز او بغلان لپاره د طالبانو د نومول شویو والیانو په وژلو مو جشنونه لمانځل، طالبانو ته مو ملا ماتوونکي ګوزارونه بلل، هغوی ته مو د پیغور په شکل ویل چې راشئ تسلیم شئ، همغه وخت هم تاسو دا فکر نه کاوه چې کله یو څوک والي وي او هغه بیا هم د جګړې لمړۍ کرښې ته راځي، خو طبیعي ده چې مرګ ته غاړه غړۍ وردانګي، نو د دغه ډول سرتیرو وژل، خو ستاسو نه برعکس د هغوی د بریالیتوب او د ملاتړ د لا ډیرښت سبب دی، نو ولې بیا هم د دغو والیانو په وژنه، چې د امریکايي طیارو په بمباریو کې قرباني شول، تاسو خوښ وئ؟ آیا د دې عکس العمل نه وروسته مو هوښ ځای ته راغی؟؟

۴: امریکایي عسکر د اسلام پرضد جګړې ته راوتلي او طبیعي ده چې مسجدونه، مدرسې، علماء او حافظان یې لومړی ټارګیټ دی، تاسو ولی د دغو حرامي یرغلګرو سره په دوستۍ ویاړئ، ملګرتیا یې کوئ، هر ظلم او وحشت ته یې جواز برابروئ؟ آیا یو څوک چې د اسلام د دښمنانو سره ملګرتیا باندې فخر کوي، هغه به د اسلامي مقدساتو څه پروا وساتي؟ همدلته تم کیږو او دا هم پوښتو چې: امریکا په عراق، افغانستان، وزیرستان او سوریه کې زرګونه مسجدونه بمبار کړل، جنازی یې بمبار کړی، مدرسې یې په بل مخ واړولی او د مدرسو زده کوونکي یې په شهادت ورسول، قرآن شریفونه یې وسوځول، ولی ستاسو له خولی اف قدري و نه ووت؟؟

۵: هغه وخت چې حمله کېده په قرار ګاه کې د خارجي مشاورینو او روزنکو برسیره ۳۰۰۰۰ داخلي هم عسکر موجود وو، نو دا خو هیڅ امکان نلري چې دغه ټول عسکر دی په یو وخت مسجد ته تللي وي او هلته دی په لمانځه مصروف وي، تر اوسه خو افغانستان کې لا دومره ستر جومات نه دی جوړ شوی چې په یو وخت دیرش زره تنه په کې ځای شي، بله دا چې که بالفرض همدا خندوونکي دعوه ومنو چې عسکر په لمانځه ولاړ ؤ، نو د جمعې د ورځې دوه رکعته فرض لمونځ دی چې ادا کول یې لس دقیقو نه زیات وخت نه نیسي، حال دا چې برید نږدې ۱۲ ساعته دوام وکړ، ولی دا دیرش زره عسکر ټول په سجده پراته وو او کنه ټول په یو ځای د یو بم په چاودنه کې ووژل شول؟ مرګ ژوبله خو په نښته کې رامنځته شوی نه په لومړني برید کې، بیا نو ولې یواځې مسجد پلمه نیول کیږي؟؟

۶: د برید نه نیم ساعت وروسته بي بي سي او آزادي راډیو د اتو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ، که ستاسو دا خبرې منو، باید بیا د آزادي راډیو راپور هم ومنو، ښه نو چې نیم ساعت نښتې نه وروسته ایله اته تنه عسکر وژل شوي وو، بیا هم واضحه شوه چې دا پاتې ۴۹۲تنه عسکر د نیم ساعت نه وروسته وژل شوي، حتماً به لمونځ ختم شوی او عسکرو به خپل ځانونه جګړې ته اماده کړي وي، آیا دا هم نه منئ او نورې پلمې ورته لټوئ؟؟

۷: کله چې امریکایي یا داخلي عسکر په طالبانو بریدونه کوي، د هیڅ مسجد، مدرسې، کلي، حجری او کور آن د روغتون خیال نه ساتي نه یې لحاظ کوي، نو له طالبانو بیا ولی داسې خندوونکي تمه لرئ، که طالب د دې ځایونو خیال ساتي دا یې خپله دیني وجیبه ده، مګر تاسو ته دی خیر شي چې اوس هغوئ ته دا خبرې ور په زړه کوئ آیا تاسو شرم لرئ؟؟

۸: دوه اونۍ مخکې په لغمان او ۵ میاشتې مخکې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په نرۍ اوبو سیمه کې سپین جومات امریکایي او داخلي عسکر وران کړل او زیات کسان یې په کې په بمبار ټوټې ټوټې کړل، دا تر ټولو وروستي هغه و، کنه نو د اچین په بمي برید هم تاسو خوشحاله وئ چېرته چې دری یا څلور مسجدونه ونړیدل، همداسې ډېر ځله شوي چې امریکایي او داخلي عسکرو په مسجدونو او مدرسو عملیات کړي، لسګونه تنه یې په کې وژلي آیا هغه وخت مسجد کوم تقدس نه درلود؟ او که نه د عامو مسجدونو څخه هغه مسجدونه ډېر افضلیت لري…

چې د اردو په بیسونو او قرارګاو کې د PRT او USAID په ډالرو جوړ شوي او ترې ګېر چاپیره امریکایي او داخلي عسکر مختلط ژوند کوي، هره بې حیایي او فحاشي ترسره کوي، شته داسې څوک چې ځواب راکړي؟؟

۹: آیا د اردو قرارګاګانو کې دا مسجدونه د همدې لپاره جوړ شوي چې د جګړې پر وخت په کې عسکر پټ شي؟ دا چې د ۵۰۰ تنو عسکرو مرګ د ارګمشر ماغزه ګډوډ کړي اوس یې پرته له دغې بهانی بله بهانه پیدا نکړه چې ووایي طالبانو په مسجد کې دا عسکر وژلي؟؟

۱۰: دا پوښتنې پدې معنی هم نه دي چې ګنی موږ دا ومنله چې برید په مسجد شوی، بلکې موږ بیا هم وایو چې برید په نظامي مرکز شوی هغه مرکز چېرته چې داخلي غلام عسکر او خارجي باداران یې د اسلام پرضد د جګړې توطیې او طرحې جوړوي او له همدغو مراکزو د یهودي پروژو د تطبیق پلانونه عملي کیږي، نو اجیري رسنۍ ولې دا نه وایي چې د اردو عسکر آن د خپلې قرارګاه ساتنه نه شي کولی بیا په مسجدونو کې ولې پټیږي؟؟

حقیقت خو دادی چې د ارګ هم شپې لنډې دي، نور یې د جګړې ډګر بایللې او اوس غواړي په دا ډول درواغو د مسلمان ولس پام په بله کړي او خپلې ناکامۍ ته د وړو پوزه جوړه کړي، کوم خلک چې د اسلام پرضد د جګړې لپاره له صلیبي او یهودي یرغلګرو کلک ملاتړ کوي، ورسره ملګرتیا کوي، په اسلام ضد جنایاتو کې ورسره شریک دي، هغوی نو په مسجدونو څه کوي؟ په داسې حال کې چې د جګړې اصلي هدف یې هم د مسجد او مدرسې د ویجاړولو او د هغې د تقدس د پایمالولو څخه پرته بل څه نه دی؛ دا هم باید ووایو چې د داخلي عسکرو پلویان دی د اشرف غني نه پوښتنه وکړي، چې د طالبانو مشران، د مشرانو اولادونه یې په روانه جګړه کې قرباني شوي او لا هم په لومړي خط کې قرار لري، ستا اولاد، وزیران، والیان او نور مهم چارواکي ولی دغې جګړې ته خپله نه ورګډیږي چې پردي بچي پرې ورګډوئ او بیا یې پدې غولوئ چې که ژوندي وئ وطن ساتونکي یاست او که مړه شوئ نو شهیدان یاست، آیا عقل هم د دې ځینو خلکو سره شته؟ لنډه دا او ښه خبره داده چې باید د کابل ګوډاګی رژیم خارجیانو ته نور د تلو ووایي او یا که دا نه شي کولی نو په حیا کې دی واک ملت ته وسپاري، کنه نو تر دې به د سختو مرګوني وارونو سره مخ شي.

د نړیوال کفري بلاک د ماتې په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

افغانه وروره اول ته خپله ګنهګار یی چه دغه ددوی دفسادجوړکړی ځای ته مسجد وایی،الله په قرآنکریم کی فرمایی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۱﴾-الماءیده،معنی:اۍ مؤمنانومه جوړوۍ تاسویهوداونصارادوستان ځنی ددوی دوستان دی دځنوددوی اوڅوک چه دوستان ونسی دوی له تاسونه نوبیشکه هغه له دوی نه دی بیشکه الله هدایت نکوی قوم دظالمانوته.همدغه رقم الله فرمایی:زمادخواهدایت درځی که چاعمل پروکۍ نه به په دنیاکښی په تکلیف سی نه په آخرت کی البقره ۳۸-اونه الله موږ پدی بخښی چه موږ له قرآنکریمه نا خبره… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

إِنَّكُمْ رَضِيتُمْ بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوا مَعَ الْخَالِفِينَ ﴿۸۳﴾سوره التوبه معنی:
راضی شوۍ په کښینستلو اول ځل پس کښینۍ تاسی دوروستوپاتی خلکوسره.
وَلَا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ
فَاسِقُونَ ﴿۸۴﴾اومه کوه لمونځ د جنازی په هیڅ کس باندی له دوی نه چه مړشی چیری هم اومه دریږه پرقبردهغه بیشکه ده انکاروکړی دالله اودده درسول اودوی مړه سول اودوی نافرمانه وو.دادهغوخلکودپاره دۍ چه جهادته نه ځی هغه چه دمجاهدینوسره جنګیږی هغه خومطلق کافران دی ،دادۍ دقرآنکریم حکم نورنوستاسوخپله خوښه ده هرڅه چی په کوۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x