نظــر

ولسمشر ته پرانستلی لیک / زاهد الله توحيديار

دافغانستان جمهور رييس ښاغلي حامدکرزي ته !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
قدرمن:  تاسوپدې  وروستېوکې ريښتياهم دځينوواقعتونوپرده پورته کړه اوترډېره موپدې وروستي دريځ زيات شميرهېوادوال ،مجاهدين اوسياستوال خوښ اوملاټری دي د رته دلابرياليتوب په موخه لاسونه لپه کوي.

 يوکندهاري امير ملا عمرمجاهدخپله واکمني ديومليمه  دسرځارکړه! هغه يې امريکاته ونه سپاره چې ترننه ديومسلمان مليمپال اميرپه توګه دهېوادسربېره په نړۍ کې ياديږي .

کيدای شي تاسوکندهاری ولسمشرهم يوشميرمليمه پالنې اوهېوادپالنې ترسره کړې اوپه راتلونکې کې تاسوخلک په نيک نوم اوغوره ولسمشر يادکړي.
خويوشي ته موباېدپام وي چې مکاره نړۍ ستاسووروستی دريځ نشي زغملای اوداسې نه چې دمصردجهموررييس دوکتورمحمدمرسي په څيرتاسوته داخلې لاسپوڅې راجګ اوستاسوواکمنې اوژوندپه خطرکې وغورځوي،ياموږپه وعدو دوکه او دلږی فايدې په ځای  زيات تاوان وکړي .
دوی داسې طلسم لري چې پخوايي زموږ په مشرانو دبادشاهۍ ،تاج وتخت په مينه اولمسون له امله په  ډېرمهارت سره تېرايستل تړونونه يې پرې امضاء کړل چې نن يې هرمسلمان ،هرافغان ان تاسوورته په ښه نظرنه کورئ اوتړون يې يوبداودافغانستان په زيان حسابيږي.
داسې نه چې په  حال کې دکرزي  داکړنه دملت درنج سبب وګرځي اوافغانانو تاسوځانته پسه اوخارجيانوزمری ياد نکړي .
زه له تاسوهيله کوم چې خپل ځان واقعا زمری ثبات کړي .
دتړون په اړه ستاسو دا وروستی څرګندونی چې    له سولې پر ته امنيتي تړون دګندمک اوډيورڼدپه څېردی .
ټول هېوادوالوموپه  ټنګه  ملاتړ دځان سره لري،  دوی وايي چې په ولسمشرموږ دخان ،مال ،حال تيريواوتروروستۍ سلګې به دافغانستان دخپلواکۍ اوارضي تماميت په منظوردولسمشرترشا  ولاړيو
تاسوهم ورديږئ دالله تعالی څخه درته دمزيدتوافيق غوښتونکی يم چې په خپل دريخ مستقيم پاتې شي.
غم مه کوه ! من کان لله؛ کان الله له.ځکه د دينا ټوله ستاديوڅاڅکې اوښکې ارزښت نه لري، ځوستاارزښت ډېرلوړدی :حسن بصري رحمه الله فرمايي ( له جنت پرته هيڅ شی ځپله بيه مه منه ،ځکه دمومن ارزښت خوارلوړدی خوځينې يې ارزانه پلوري)
مشره !! ډاډه اوسه دامت بيابيرته خپل مجداوعظمت ته رسيږي اوټوټې ټوټې وجود به بيرته دتوحيد،وحدت اوموافقت ترتوغ لاندې سره راټوليږي.

 

ژباړه:  څوک چې دالله تعالی شودهغه ساتنه الله تعالی کوي .خوويښتاموترمخکې نوره هم غواړم اودلابرياليتوبونو دوعاوي درته کوو.
په درنښت

زاهدالله توحيديار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x