ولې خپله میرمن بدرنګه ښکاري؟

ابو مصطفی بدري

یو سړی یوه عالم او حاکم ته ورغی او د خپل ژوند کیسه یې ورته وکړه: زما یوه جینۍ خوښه وه کله مې چې کوژدن کاوه په ټوله دنیا کې ددې جینۍ په څیر بله ښایسته ما ته نه ښکاريده؛ خو کله مې چې واده وکړ ددې ښایست زما په سترګو کې کم شو، نو په دنیا کې ددې په څیر نورې ښځې هم ښایسته راته ښکاریدلې.

عالم ورته وویل: ستا له کیسې نه بله سخته خبره درته وکړم؟

سړي وویل: هو

عالم ورته کړه: که چیرې د ټولې دنیا ښځې وکړې او یوه داسې ښځه درنه پاته شي چې هغه ډېره بدرنګه وي هغه به د دنیا له ټولو ښځو غوره درته ښکاري. سړي ورته وویل: د دې وجه څه ده؟

عالم په ځواب کې ورته وویل: دغه ستونزه ستا په میرمن کې نه ده بلکې ستونزه په دې کې ده کله چې یو انسان سترګې وږې او بې حیا شي د قبر له خاورو څخه پرته یې سترګې بل هیڅ یو شي نه مړولی او نه ډکولی شي.

که چیرې په قرآني احکامو عمل وکړل شي نو هر یو به په خپل نصیب قانع وي او د سترګو به ساتنه کوي الله تعالی فرمایي: قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذٰلِكَ أَزْكٰى لَهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ. [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو نارينه ؤ ته ووايه: چي خپل نظر تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چي څه كوي الله پرې خبريږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د