بی کفنه سرتیري… د حکومت د بیوسۍ ښکاره بیلګه

نن ټکی اسیا – سرمقاله

د تیرې جمعې په ورځ د بلخ پر شاهین قول اردو د طالبانو تر خونړي برید وروسته ګډ حکومت له یو لړ لړزوونکو تحولاتو سره لاس وګریوان دی.

لومړی خو پرشاهین قول اردو برید او هلته دولتي ځواکونو ته اوښتي تلفات هغه څه دي چې په پوځي او امنیتي لحاظ یې د ټول ولس لخوا د دفاعي ځواکونو وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې.

دا چې هیواد عملا په فوق العاده جګړه ییز وضعیت کې قرار لري ، او په دې حساس جګړه ییز وضعیت کې د دولت امنیتي دستګاه داسي کمزوري وي چې مخالفین یې خپل پوځي تمرینات د دولتي قطعاتو په منځ کې کوي نو د دې حکومت د بقاء چانس به څومره شونی وي؟

ولسمشر غني په ځای د دې چې له دې بحراني وضعیت څخه د وتلو لاره چاره وسنجوي په لوي لاس داسې کړنې کوي چې نور هم وضعیت د بحراني کیدو په لور بیايي.

تیره اونۍ چې امریکايي ځواکونو په اچین کې تر ټولو لوی غیر اتومي بم وازمویو نوموړی په ځای د دې چې د امریکایانو د دې ناسم اقدام په مقابل کې یو مناسب غبرګون وښیي په ډیره سپین سترګۍ یې هغه تائید او هغه یې په اصطلاح د تروریستانو د ځپلو لپاره یو پرځای اقدام وباله.

خو د غني د دې پرځای اقدام نتیجه یوه اونۍ وروسته په بلخ کې څرګنده شوه چې له امله یې ټول هیواد او حکومت ورسره ولړزیده او په یوه ورځ کې یې متعددو دفاعي چارواکو دندې له لاسه ورکړي.

دا چې ولسمشر غني د خپل ولس د ارادې برخلاف امریکايي ستر بمونه په افغانستان کې د ثبات راوستلو لامل ګڼي او هغه تائیدوي نو دی دي لطفا د دې سترو بمونو د اغیزو په نتیجه کې د شاهین قول اردو د خونړۍ پیښې په وړاندې د ولس پوښتنو ته هم ځواب ووايي.

ایا دا هماغه ثبات دی چې ښاغلی غني یې د بمونو د مور په سوځنده لمبو کې ویني؟

نن چې د شاهین قول اردو د سلګونو سرتیرو تابوتونو د هیواد لر او بر په سر اخیستی او حکومت یې له ټول امریکايي حمایت سره سره په کفنونو پوري پکو دی دا ټول په حقیقت کې د بمونو د مور او هغه امریکايي ملاتړ نتیجه ده کوم چې د ولس د خوښې برخلاف له ګد حکومت سره د نیابتي جګړې د تداوم لپاره ترسره کیږي.

تیره ورځ د هیواد د لوړ پوړو دفاعي چارواکو ، دفاع وزیر، د وسلوال پوځ لوي درستیز او د ګڼو قول اردو ګانو د مسؤلینو دندې پریښودل ټول د دې ښکارندوینه کوي چې ګډ حکومت له ولسي حمایت نه بي برخې دی، که هرڅومره د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس او یاهم د هغوی امنیتي سلاکار مک ماسټر له دې شړیدلي حکومت سره د پوځي حمایت ژمنې وکړې خو د دې حمایت پایله به بیاهم د جګړې له دوام او افغان وژنې پرته بل څه نه وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.