شعـــــرونه

الله هو/ مسلميار افغان

نه زماله خولي راوزي اونه ستاله خولي راوزي
الله هو الله هـــــو وایې دهرچــــاله خولي راوزي

که نامي که بې نما دی که سافل دی که اعلی دی
هم سادارو دی ورد کړی د بې سا له خولي راوزي

د دښتونو د سیندونو د دا دنګو دنګو غرونو
د زړګيو تسلی دی خامخا له خولي راوزي

که جماد دی که نبات دی او که در دی که دربان دی
لنډه دا د کایناتو د دنیا له خولي راوزي

د آهونو او د کوکو د سلګیو د ژړاو
هم د لپو آمینونو د دعا له خولي راوزي

څه چې شته واړه اخته دي دسیني درد پکې سپړي
څوک یې پټ بولي د چا بیا برملا له خولي راوزي

د غازي له سپیني توري د ټوپک او ګردنۍ نه
د شهیدو زمزمو نه په والله له خولي راوزي

مسلمیاره!خدای دي مل شه د سفر شروع پري وکړه
دا به ښه وي چې دي هلته د عقبا له خولي راوزي

2017/4/24

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x