په لاهور کې د ډینګي وایرس له وجي نن ۹ تنه وژل شوي دي
نن ټکی آسیا: د پاکستان د لاهور په ښار کې د ډینګي ناروغۍ له کبله نن نهه تنه مړه شول.
د جیو تلویزون د راپور له مخي تر اوسه په پاکستان کې دغه ناروغۍ د ۳۸ تنو ژوند اخیستی دی.
ډینګي ناروغي د یو قسم غوماشو له لاري انتقاليږي، او هره غوماشه چي په ناروغي اخته کس باندي کښيني، هغه هم د ډینګي وایرس له ځانه سره بل سړي ته انتقاله وي،
چي له همدې امله هغه ناروغان چي د دې وایرس حاملین وي، د غوماشو څخه يې ساتل ډیر ضروري وي.
ویل کیږي چي د ډینګي وایرس والا غوماشي عموما سهار د لمر د راختو او ماښام د لمر د لویدلو په وخت کي وار کوي، چي د حفاظت اسانه لاره يې د ماهرینو په وینا په دغه وخت کې خپل د خونو کړکۍ او دروازي بندول دي، او همداسي د کور سره نیژدې او شاوخوا کې د مردارو او ولاړو اوبو له منځه وړل دي.
ددې ناروغی څو علامات په لاندي توګه دي:

۱- سر درد، سر ګرځیدل، او د سترګو درد
۲- د لوږي ختمیدل.. خوراک خواته نه کیدل.
۳- قی وهل، په قي کي وینه راتلل، او د ویني سره اسهال یا تر نس ایله کیدل
۴- د بدن په لاندي حصه او ځیګر باندي د وړوکو سرو دانو را ختل
۵- پر نس درد کیدل، قی، اسهال او تر پزي ویني راتلل
۶- د بدن حرارت ۱۰۳ او یو ۱
۰۵ ته پورته کیدل.
په پاکستان کې د څو ورځو راهیسي دغه ناروغي ورځ په ورځ په زیاتیدو ده، او د مخنیوي لپاره يې د حکومت له خوا په لویه کچه هلي ځلي رواني دي.