ټولنیزه برخه

کوم کتاب ولولو؟

محب الله وثيق

(د مفتي محمد تقي عثماني لارښوونه)

په تعلیمي ادارو کښې چې د شاګردانو د فراغت وخت رانژدې شي نو استادان د خپل ژوند د مشاهداتو، تجرباتو او هدایاتو خلاصه له فارغینو سره شریکوي، لارښوونې ورته کوي او د مستقبل په اړه یې لیدلوری ټاکي، درې کاله مخکې چې د دوره حدیث ورستۍ ورځ مو وه، په همدې موخه استاد محترم شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني صاحب درسګاه ته راغی او غوښتل یې ټولو طالبانو ته د ورستۍ ورځې په مناسبت خپل قیمتي نصائح وړاندې کړي.

فارغینو ته یې یو لړ مشورې، لارښوونې او هدایات وکړل، چې په هغو کې یې یوه مشوره دا وه:

” د ګودر- ګودر اوبه مې څښلې دي، په زیاتو هیوادونو ګرځېدلی یم، د هر هیواد او د هرې طبقې اردو، فارسي، عربي او انګریزي کتابونه مې لوستي دي، خو د نفس د اصلاح او د خپل ظاهر او باطن د تزکیې په اړه مې د حضرت تهانوي رحمه الله تر مواعظو (مواعظ حکیم الامت) غوره کتاب نه دی لیدلی، د خپلو تر حد زیاتو مصروفیتونو سره سره هره ورځ تر ویدیدلو مخکې تقریبأ پنځه دقیقې یې ضرور مطالعه کوم، کله ناکله خو دومره پکې غرق شم چې دا مختصره دورانیه تر نیم ساعت پوري هم ورسیږي، همیشه د حضرت تهانوي رحمه الله یو نه یو وعظ زما سر ته پروت وي، زه نه پوهیږم چې څنګه د هغوی افادیت ستاسو ذهن او دماغ ته واچوم؟

بس! زه تاسو ته درخواست کوم په تاسې کې هر طالب د حضرت رحمه الله د «مواعظو» او «خطباتو» مطالعه په خپلو ورځنيو چارو کې شامله کړئ، ممکن په شروع کې مو زړه پکې ونه لګي، خو څومره چې تاسې وړاندې پکښې ځئ، ان شاءالله ذهن به مو جذب کړي، او زړه به مو غواړي چې په یوه مجلس کې یې ختم کړئ!”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x