نظــر

لیوني سپي بې ځایه وغپل

حبیب مجاهد
لومړی خو دې د امریکا معاشخواره د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماتیس لپاره د (لیوني سپي) لقب په استعمال خوا نه بدوي. دا لقب ورته ما وشما نه دی وضع کړی بلکې خپله په امریکا کې په همدې لقب یادیږي او امریکایي مطبوعات یې هم لیونی سپی بولي.

آبله ورځ چې په بلخ کې د اشرف غني په عسکرو سرساموونکې حمله وشوه چې په پایله کې یې د دفاع وزیر، لوی درستیز او د قول اردو د قومندانانو په شمول ډیرو پوځي مشرانو خپلې دندې پریښودلې د ارګ واکمن له یوه ناباوره او متزلزل حالت سره مخامخ شول. شاید د همدې حالت د کنټرول لپاره به و چې د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماتیس ناڅاپه پر بګرام کوز شو او بیا کابل ته لاړ تر څو خپلو تر لاس لاندې چارواکو ته ډاډ ورکړي.

په لیوني سپي مشهور جیمز ماتیس په کابل کې له اشرف غني او څو نورو چارواکو سره وکتل او وروسته یې خبري کانفرانس په وینا کې اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې موږ درسره اوږه په اوږه ولاړ یو.

جیمز ماتیس د خپلو خبرو په دوام په افغانستان کې د خپل پوځ د شرمیدلې ناکامۍ د پټولو هڅه هم وکړه او دا چې د نوي کال په رابریدو سره یې د ناکامۍ علائم هم را ښکاره شوې دي نوموړي په طالبانو تور پورې کړ چې روسیه ورسره کومک کوي او روسیې ته په اشاره یې وویل چې نور دې له طالبانو سره مرسته نه کوي.

د لیوني سپي دغه ادعاء چې روسیه طالبانو ته راز راز وسلې ورکوي ځکه بې بنیاده ده چې تراوسه په افغانستان کې هیچا داسې شواهد نه دي موندلي چې ترې ثابته شي چې روسانو له طالبانو سره مرسته کړې.که روسانو له طالبانو سره مرسته کولای اوس به د جیمز ماتیس چورلکې داسې بې غمه په هوا کې نه بوڼیدې. که روسانو له طالبانو سره دپرمختللیو ماینونه کومک کولای اوس به طالبان د خپل لاس جوړو معمولي منفجره موادو ته اړنه ول، بلکې په روسي قدرتمندو بمونو به یې د یرغلګرو لیونیو سپیانو لښکرې تارومار کولې.

که روسانو له طالبانو سره کومک کولای اوس به د طالبانو په لاس کې ضرور پرمختللي روسۍ وسلې او امکانات لیدل شوي وای. یا به هم د طالبانو اقتصادي وضعه تر پخوا غوړیدلي وای. مګر موږ په سترګو وینو چې طالب هماغه طالب دی. هماغه ژیړه بوشکه یې بم دی چې په خپل لاس یې ورته باروت ژرنده کړي.

هماغه د فدایانو تاکتیک یې دی چې یوازې د خپل سر په قربانولو ځان هدف ته رسوي او د خپل ځان د نذرانې په قیمت فتحه او بریا خپلوي. هماغه د غربت او فقر جګړه ایز حالت یې دی چې راکټ پیدا کړي مرمۍ یې نه وي چې مرمۍ پیدا شي راکټ نه وي. که له طالبانو سره دکوم بهرني هیواد مرسته وای اوس به د طالبانو حالت هم داسې وای لکه د شوروی ضد مجاهدینو.

اوس به دوی هم له ټوپکو او مرمیو ګارې ډکولای. د ټوپکو او جنګي امکاناتو تجارت به روان وای.ډول ډول میزایل، سټینګر او سام هفت به لاس په لاس کیدلای. روزانه به امریکایي چورلکې او الوتکې رانسکوریدای او د بګرام اډه به د درنو توغندویو له بریدونه هره ورځ په دوړو کې پټه وای. مګر موږ وینو چې د طالب وضعیت د پخواني مجاهد په شان نه دی. نه خو د وسلو او مهماتو کاروانونه او ډیپوګان چا لیدلي او نه هم د پیسو، خیمو او خرماوو مرستې. طالب یوازې د الله تعالی در ته سترګې غړوي او الله تعالی ورته
په همدې غربت کې د خپل نصرت او قدرت عجائب ورویني.

زه د جیمز ماتیس په شان نورو هغو بې طرفه شنونکو ته هم وایم چې په بې ځایه تحلیلونو او تهمتونو دې خپل اعتبار ته زیان نه رسوي. او نه دې هم د جګړې اتفاقي واقعاتو ته خودساخته توجیهات راباسي. زه په الله قسم یادوم چې دا جګړه د روس او امریکا نه بلکې د ایمان او کفر جګړه ده. ددې جهاد له پخواني جهاد سره توپیر دادی چې دلته طالب تک تنها، تش لاس او یوازې د الله تعالی په مینه مست د کفر مقابلې ته ولاړ دی. طالب دومره د الله تعالی په نصرت متکي او باوري دی چې نه خو یې د روس او چین مرستې ته لاس نیولی او نه هم د پاکستان او ایران. یوازې دخپلو امکاناتو، خپل تاکتیک او د الله تعالی درته د دعاء او زاریو په زور یې په جګړه کې داسې موقف خپل کړی چې له لیوني سپي ماتیس نیولې د عقل تر خاوندانو یې ټول ګنګس کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه افغان ساپي

دومره خو دستا طالبان هم سپيڅلى ندي لکه چى څومره دى ورته صفت کړى دى ده ته چى وى مونږ څره يعني طالبانو څره هيڅ مرسته نه کوي نه دع دومره وخت ده په څهشي وجنګيدل

محمد حذیفه

محترم حبیب مجاهد صاحب اسلام علیکم هیله ده چی روغ او جوړ به وی پدی خبرو دونی خوا مه بدوه او دونی زیات مه احساساتی کیږه هغه عامیانه اصطلاح ده وایی سپی به غاپی خو کاروانونه (یعنی د جهاد کاروانونه) به خپل سفر ته جریان ورکوی پدی خو اوس هر عاقل او باشعور کس حتی چی لږ شعور هم ولری پوهیږی چی واقعیت او حقیقت څه ده او ددی امریکایی لیونی سپی په بچه ګانه څرګندونو هیڅ وخت هم نه خطا وځی یوازنی کسان چی ورته د تائید او تصدیق چکچکی کوی هغه یا هم د امریکا لاس ترنامه لاندی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x