د مدرسو ارزښت په ټولنه کي (۳)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
مدرسې دامت مسلمه دفاع کړیده:
په هندوستان کي چي کله انګریزانو ورځ تر بلې خپل استعمار زیاتوئ مولانا قاسم نانوتوي رحمة الله علیه او مو لانا رشید احمد ګنګوهي رحمة الله علیه په ۱۸۵۷ میلادي کال کي د ازادۍ د جنګ وروسته د دارالعلوم دیوبند مدرسې بنسټ کښیښود، مولانا قاسم نانوتوي رحمة الله علیه نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خوب کي ولیدئ چي د دارالعلوم ټول حدود یې ورته معلوم کړل، مولانا رفیع الدین رحمة الله علیه د دارالعلوم دیوبند دوهم مهتمم بیا خوب ویني چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم راغئ مبارکه لکړه یې په لاس کي ده، د مدرسې شمال لورته چي د مدرسې کوم تهداب ایښودل شوی دی، هغه ته یې اشاره وکړه، او بیا یې وویل چي د مدرسې صحن کوچنی دی، تر دغه ځای پوري دا مدرسه اوږده کړئ،چي اخر همدغه مدرسه په یوه ستر نړیوال علمي، فکري او جهادي مرکز باندي بدله شوه، او دیوبند نه صرف یوه مدرسه ده بلکې یو مسلک او یوه نظریه او عقیده ده، چي بې شماره حقاني علماء، مجاهدین، روحانیین او مفکرین یې و زېږول، په همدې مدرسې څخه دارالعلوم حقانیه، دارالعلوم کراچی، مدرسه دارالعلوم بنوریه، اشرفیه او نورې په زرهاوو د علم او عرفان مرکزونه ورڅخه تشکیل شول، دارالعلوم دیوبند نه یواځي مسلمانانو ته ګټه ورسول بلکې غیر مسلمانان هم د هوسایي پر ټغر کښېناستل، انګریز ښکیلاک دړې ورړې شو، اولسونه ازاد شول، فکري شعور یې وده وکړه، ملتونه د ښه تجارت، شتمنیو، علم او امتیازاتو خاوندان شول. (خطبات احتشام ۱/ ۳۹۲)، خطبات فقیر ۲/ ۱۸۹)، ( درس حدیث ۷/ ۱۱۸)

مدرسه انسانان جوړوي:
یوه انګریز لیکلي دي چي هغه ماشومان چي مور یې مسلمانه وي او روزنه یې د مسلمانې مور په غیږ کي سوې وي هغه ډېر راسخ العقیده دي، که چیري موږ دغه ماشومان په ماشین کي قیمه او میده هم کړو بیا هم دغه ماشومان موږ له خپله دینه نشو اړولای، بلکې ددې ماشومانو د مرتد کیدو لپاره موږ باید کوښښ وکړو چي اسلام یې د مور د غیږ څخه ایسته کړو بیا ماشومان مرتد کولای شو.
(خطبات احتشام ۲/۸۷)
مدرسه د اعتدال مرکز دی:
په برصغیر کي د مغلو وروسته انګریزانو خپل اقتدار خپور کړ، دا سیمې یې مستعمره کړې، د بر صغیر ۲۰۰ کلن تاریخ د مسلمانانو لپاره د ناورینو څخه ډک دی، علماء، صلحاء او اتقیاء له منځه ولاړل، علمي مرکزونه ختم شول، اسلامي علوم او تهذیب پر ختمیدو وو، انګریزانو همدا کوښښ کاوه چي څنګه د اسلام رڼا ختمه کړي، د ټولو ملتونو او نژادونو ټولنیز ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړ، داچي یو څو مخلصو علماء کرامو د مدرسو بنسټ کښېښود، له همدې کبله مدرسو دا ټوله بر صغیر محفوظه کړ، ددین اشاعت پیل شو، د خلکو اصلاح پیل شوه، د مدرسو له برکته د خلکو معاشي ژوند نیکمرغه شو، مدرسو په هر وخت کي د ټوله انسانیت مشکلات حل کړیدي، او عدل یې پلی کړیدی، او د خلکو رښتنې رهبري یې کړېده.
(فتاوی محمودیه ۱/ ۱۵۱، ۱۵۲)

د وفاق المدارس بنسټ:
د پاکستان د ازادی څخه وروسته عامو مسلمانانو د ځوان نسل د اصلاح، ددیني علومو د اصلاح او عامې ټولنې د اصلاح په موخه یوه غونډه د عارف بالله حضرت مولانا خیر محمد صاحب تر مشرۍ لاندي جوړه شوه، دا مجلس په خیرالمدارس کي منعقد شو، نېټه یې ۲۰ دشعبان ۱۳۷۶ هق کال وو، په دې غونډه کي شمس العلماء حضرت مولنا شمس الحق افغاني رحمة الله علیه، حضرت مولنا محمد ادریس کاندهلوي رحمة الله علیه، حضرت مولانا خیر محمد جالندهري رحمة الله علیه، او نور اکابر علماء کرام تشریف فرما وه، چي ددې ټولنې (وفاق المدارس) بنسټ یې کښېښودي، په لکونو مدرسې ددې ټولنې تر سرلیک لاندي دي، په میلیونهاوو نارنیه او ښځینه طالبان او طالباتې هر کال له دې مؤسسې څخه فارغیږي او د ټولنې د اصلاح تناو په لاس کي اخلي.
(خیر الفتاوی ۱/ ۳۱)

نور بیا…

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د