نړۍ

طالبانو حکومت سره د خبرو اترو لپاره پنځه کسيز پلاوی اعلان کړ

د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد رسنيو ته و يلي چې دوی له حکومت سره د خبرو اترو لپاره پنځه کسيز پلاوی ټاکلي دی. په دغه پلاوی کې به تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا سميع الحق، د جمعيت علماء اسلام فضل الرحمن ګوند يو مشر مفتي کفايت الله، د جماعت اسلامي، سناتور پروفيسر ابراهيم او د اسلام اباد د سور جومات خطيب مولانا عبد العزيز شامل وي. د جماعت اسلامي مشر غړي سناتور پروفيسر ابراهيم د طالبانو په نماينده ګي په دغه پلاوي کې د ګډون پخلی کوي او وايي چې له الله تعالی دعا غواړي تر څو يې په هيواد کې امن راشي. مولانا سميع الحق هم د طالبانو لخوا د نمايندګي خبر تاييد کړی دی. بلخوا د عمران د ګوند وياندې شيرين مزارې ويلي چې په هيواد کې د شخړو له منځه وړل او امنيت راوستل زموږ ټولو ارمان دی او دا چې عمران خان به د طالبانو د مرکچي په توګه په مذاکراتو کې ګډون وکړي کنه؛ په دې اړه يې د دوشنبې په ورځ د خپل ګوند تحريک انصاف د اجرايه شورا غونډه رابللې او له مشورې وروسته به دا فیصله وشي چې عمران خان به په دغو مذاکراتو کې د طالبانو نماينده ګي وکړي کنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x