نظــر

د اوباما وينا او څرگندونو ته لنډه کتنه – مصمم

اوباما امريکايي ولس ته په خپل کلني خطاب کي د خپل تېر کال کړنې او په اصطلاح لاسته راوړنې پداسې حال کې چې د سنا او ولسي جرگې غړي، لوړ رتبه کارکوونکي او د فوځ يو شمير مشران ناست وو څرگندې کړې د خبرو لومړۍ برخه ئې د امريکا په داخلي مسايلو په تيره بيا په اقتصادي موضوعاتو را څرخيده، اکثرو خبرو ئې افاقي او تبليغاتي بڼه درلوده،

هڅه او کوښښ ئې دا وو چې د حکومت ناکامي او د ملت د ستونزو په حل کې پاتې راتگ په خپله ماهرانه لفاظۍ کې پټ او د هوائي خطوطو په راښکلو سره ټيټ رتبه مامورينو او کارگرانو ته کوم چې د امريکائي واکمنو د استعماري سياست او په بيرته پاتې کړى شوو هېوادونو کې بې شرمانه لاس وهني، فوځي يرغلونه او د افغانستان او عراق غوندې مظلومو هېوادونو د اشغال له کبله د امريکا اقتصادي اډا نې داسې ضربه وليده چې زور ئې له عادي کارکوونکو، مزدور کارانو او عامه ولس څخه وځي، هغوى ويني چي ملا ماتوونکى ماليات، درانه ټکسونه او له داسې نورو لارو را ټولې کړى شوى پيسې د امريکا د استعماري سياست له کبله لکه افغانستان غوندي هېوادونو کې پداسې يوه ناروا جگړه کې مصرفيږي، چې نتيجه ئې د امريکايي فوځ ماتې، رسوائي او په نړيواله سطح د ظالمو امريکايانو د توسعه طلبانه او ماجرا جويانه سياست بربنډيدل دي، د چين له هېواده څخه تقريباً ١٨ تريليونه ډالر. پور اخستل هغه هم له هغه هېواده چې په سخت رقابت کې سره واقع دي د پور د تر لاسه کولو لپاره دريدل واقعاً چې د امريکايانو لپاره له شرمه ډکه خبره ده، د بوش هغه خبره چې د افغانستان د اشغال په لومړيو ورځو کې يې وويل چې دا يو صليبي جنگ دي چې بايد سرته و رسول شي، د امريکا د دربدرۍ او ورانۍ خښته ئې کيښوده ٤٨ هېوادونه ئې په همدې مفکوره سره را ټول او د افغان ملت په وړاندي ودرول، هغه هم پداسي خام او احمقانه سوچ سره چې د افغانستان لاندي کول او تر کنترول لاندې راوستل ئې د هفتو او مياشتې خبره و بلله، خو ناخبره لدينه چې ايماني قوت د ناټو هېوادونو او په راس کې د امريکايانو غوندي په مادي وسايلو مغرورو، د غرور بوت ور مات، استعماري جال ئې ور ټول کړى شو، ناکامي څه چې اوس له افغان خاورې د وتلو چل ترې ورک دئ، امريکائي واکمن که له يوې خوا په خپله ناکامۍ د غم اوښکې تويوي له بل پلوه د امريکائي ولس تر سخت فشار لاندي واقع دى د اوباما لفاظي او په درواغو ولاړې وعدې د ملت هيڅ درد نشي دوا کولى او نه دده پدارنگه وعدو تېر وځي.

د امريکا د عامه ولس غوښتنه او اميد د نړۍ د نورو په آزادۍ مينو هېوادونو غوندي دا و چې اوباما به د خپل تير کال د کړنو د يادولو او خپل راتلونکي کړچار په ترڅ کې په وضاحت سره له افغانستان څخه د خپلو يرغلگرو فوځونو د يو مخيزه وتلو او خپل شړيدلي اقتصادي حالت ته پام او جدي توجه کول اعلان کړي خو بدبختانه ده ژولي خبره وکړه او هغه دا چې اوباما وويل د ٢٠١٤ م کال تر پايه به د افغانستان جگړې ته د پاى ټکى کيږدي او که چيرې امنيتي سند (د هېواد پلورنې وثيقه) امضا شو يو شمير فوځيان چې د موئتلفينو برخه به هم پکي وي، د القاعده او افراطي مسلمانانو د ځپلو لپاره پريږدي – د اوباما خبرې سراسر تضاد او يوه له بلې سره په ټکر کې وې- هغه بار بار ادعا وکړه و ويې ويل چې ملا مو ماته او و مو ځپل د گوتو په شمير که څو کسه پاتې هم وي په سرحدي سيمو کې د پټې شپې سبا کوي د خپلي درې خبرې په خلاف ملت ته په خطاب کې څرگنده کړه چې يو شمير فوځيان د القاعده او افراطى مسلمانانو د له منځته وړلو لپاره هلته پريږدي، دده له متضادو  خبرو داسي ښکاري چې د عقل په ځاى ماليخوليائي احساسات پري غالب وو.

د اوباما د خبرو دا دوه ټکي د مکث او توجه وړ دي، د ٢٠١٤ م کال تر پايه د جنگ خاتمه بله د امنيتي تړون په صورت کې د يو شمير فوځيانو پرې ښودل، شايد د اوباما مطلب دا وي چې د خپل فوځ د ماتي د پټولو په غرض امنيتي سند يوه بهانه ونيسي او وگوري چې ددې کال په اوږدو کې د جنگ ميدان د چا په گټه دى، که ئې وليدل چې فوځيان ئې له ناکامۍ سره مخ او د افغان مؤمن او مجاهد ملت مقاومت په لاپياوړي کيدو کي دى بيا به وائي چې ما جنگ ته د پاي د ټکي ايښودو وعده کړي وه دا دى خپل فوځيان و باسم او جنگ ته د پاى ټکى ږدم!!

دا خو ان شاء الله داسې يو واقعيت دى چې دوست او دښمن سترگى نشي پري پټولئ چې هغه د يرغلگرو ماتې او ناکامي ده، امريکايان پدې هم پوهيږي که هغوى له خپلو ځان پلورونکو مزدورانو سره سل امنيتي تړونونه امضا هم کړي د يرغلگرو په وړاندې د حق سنگرونه چې لازيات زور او قوت وانخلي د الله (جل جلاله) په خاصه مرسته او کمک کمزوري کيداى نشي، امريکا که خپله لدينه زياته رسوائي غواړي خپل لجاجت او سرتمبگۍ ته دې دوام ورکړي، امريکايان خپلو غلامانو او جاسوسانو په سخته غلطه فهمۍ کي اچولي او هغه دا چي د خپلو جواسيسو پواسطه ئې د ملت په منځ او جهادي ځواکونو کي نفوذ کړى چې دا خيال او فکر له لوى حماقت او ځان غولونې پرته بل څه ندي.

د امريکا د ولس مشر اوباما لخوا د افراطي مسلمانانو د ځپلو يادونه هماغه د بوش د صليبي جنگ ولټه خبره ده، د بنياد گرو يا بنسټ گرو اصطلاح چې د اسلام د دښمنانو له خولي اوريدل کيږي، هغه چا ته ويل کيږي چې د اسلام په پنځه بناوو يا اساساتو باندې باوري او د جهاد په فرضيت متيقن وي، که کوم کس په يو لدغو بناوو باندې منکر وي هغه ته هډو مسلمان نشي ويل کيداى.

پدې شپو ورځو کې د امنيتي تړون په باب استعماري او په استعمار پورې تړلو رسنيو تود بحث همدا تړون دئ د کرايه کړي شوو سياسي او نظامي شنونکو تر څنگ د ولسي او مشرانو جرگو ځان پلورونکو غړو څرگندونې د درنگ او  خندا وړ له شرمه ډکې ويناگانې دي چې د هېواد پلورنې له شرمه ډک سند د تائيد په باب ئې کوي، چې په اوريدو سره يې د هر مؤمن او آزادۍ غوښتونکي انسان د دوى پدې سپين سترگۍ مزدورۍ او بې حيائۍ حيران پاتې کيږئ، دوى د صليبيانو او يهودو هره ناروا توجيه کوي، داسې توجيه چې اوريدونکئ په اوريدو سره لعنت پرې وايي، دوى د خپلو بادارانو په پله روان دي، څه چې هغوى وائي بيا ئې د دغو هېواد پلورونکو پواسطه ډنډوره کوي، د دوى لپاره هم هغه څوک د منلو او تائيد وړ ندي چې په اسلامي احکامو په بشپړه توگه عمل کوي، د امريکايانو، انگريزانو او … غلامان دا نه خواره، اسلام د ژوند له ټولو برخو ايستلى په جومات پورې محدود او منحصرول غواړي، د اسلام په لفظي ويلو ځانونه مسلمان بولي، د حرامو او حلالو تميز او فرق ترې ورک دى، واقعي په اسلامي اصولو برابر مسلمانان افراطيان بولي او له هغوى سره جنگ کول د امريکايي قاموس په بنا روا، د افغانستان اشغال د وخت ضرورت بولي!!

نيواکگر او د هغوى په پښو کې پراته ځان پلورونکي بايد دا خبره د يوه نه انکار کيدونکى واقعيت په توگه واوري، لکه څنگه چې اشغالگر د باتورو با ايمانه مجاهدينو په وړاندي ماته خوړلي، نوره ئې پښه د ټينگيدو نده همدا رنگه په سياسي ډگر کې هم امريکايان مات شوى، ديموکراسي ئې خلکو ليده، امريکايانو او انگريزانو ته انسان او انسانيت ندى مطرح، هغوى پرگني او ملتونه تباه کول او خپلې ناروا گټې لاسته راوړل غواړي خو دا مړۍ ئې ستوني کي نښتې، په ماتې او ورکې باندې محکوم، تل پاتې مختوري ئې د چوپړگرو په برخه ده. ان شاءالله.

مصمم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x