شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

ځینې یاران لکه موسم بدل شي
سړی پرې پوه نشي یو دم بدل شي

‹‹ دا حال په زور را تپل کېږي په موږ
چې په ټوپک راته قلم بدل شي ››

د پوهې لمر وي او د کار سړی وي
خو چې باچا شي هغه هم بدل شي

که دا ولس له حوصلې تېر شي نو
دغه هر کاڼی به په بم بدل شي

د زړه طالب به مې جومات ته ستون شي
که ستا د سترګو ګیلم جم بدل شي

راځه چې وڅښو نن د مینې شربت
ته راځه! ګوره که مو غم بدل شي

که خپله سم شو “خدرخېله” یاره
د خدای غضب به په کرم بدل شي
ــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۵/۱۱/۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x