نظــر

د جېمز مټيس تر سیوري لاندې ظهور

شاهد (غزنیوال)
تیره ورځ د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټيس په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی، البته کابل چارواکو ته یې سفر نا څاپي خو خپله د مټیس د مهال وبش له مخې نا څاپي نه؛ بلکې مخکي ترمخکي یو پلان شوی سفر و چې د یوې ډلې متخصصینو په ملتیا يي د افغانستان د کړکیچن وضعیت د څېړلو په غرض ترتیب کړی و.

کابل ته د جیمز مټیس له رسیدو سره همهاله آزادۍ راډیو د یوې باوري سرچینې په حواله خبر ورکړ چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار د راتګ لپاره هم په ننګرهار ولایت کې پوره چمتووالی نیول شوی او د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د ننګرهار ښاروالۍ مېلمستون د حزب اسلامي امنيتي کسانو ته سپارل شوی دی.

یادې سرچينې دا هم ویلي و چې تر اوسه ښاغلی حکمتيار چا لیدلی نه دی خو د هغه د څرګندېدو لپاره د ترتیباتو نه داسې برېښي چې ممکن ننګرهار ته رارسېدلی وي.

خو په کابل کې د دفاع وزیر او لوی درستیز د استعفاء تر خبر خپریدو وروسته د حکمتیار مطبوعاتي مسؤل ښاغلی سعید الرحمن له آزادي راډیو سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګنې حکمتیار دې ننګرهار ته رسیدلی وي، بلکې نوموړي وویل چې حکمتیار به ډېر ژر د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه په یو ولایت کې راڅرګند شي.

دا چې ښاغلی حکمتیار به چیرته ظهور کوي سپیناوی یې په ښاغلي سعید پوري اړه لري ، خو هغه څه چې مونږ ته قابل بحث دي هغه دا چې افغانستان ته د ښاغلي حکمتيار راتګ د جیمز مټیس له پلان شوي سفر سره څرنګه مصادف شو؟
له ګډ حکومت سره د ښاغلي حکمتیار د روغې جوړې پروسه تر دې وړاندې هم له یو لړ دغسي تصادفونو سره مخ وه.
لومړی تصادف دا چې د حکمتیار او حکومتي استازیو ترمنځ د روغې جوړي پیل او لاسلیکول هم د سپتمبر په میاشت کې وشول او دوهم تصادف دا چې د دې روغې جوړې د لومړۍ ناستې لپاره هم د اکتوبر اوومه انتخاب شوي وه.

د سپتمبر د میاشتې لومړني اوونۍ د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیکولو او د اکتوبر اوومه پر افغانستان د امریکايي اشغال له ورځې سره مصادفه ده.

دا چې پر دې دواړو تصادفونو د جيمز مټیس له سفر سره د ښاغلي حکمتیار د ظهور تصادف هم ور اضافه شو نو ښکاریږي چې د حکمتیار او حکومت ترمنځ د نوې روغې جوړې رازونه تر هغه څه ډیر لوړ دی چې ځیني ساده ګان یې د نوموړي د عُنقايي ظهور په اړه په شک او تردد کې اچولي دی.

که د ښاغلي حکمتیار او حکومت ترمنځ د نوې یاراني مزې هرڅومره په تاریخي!!! تصادفونو سره تړلې وي خو حکومت به پري ښاد نشي ، ځکه د ښاغلي حکمتیار پل داسې د بخت (نحوست) پل دی چې چیرته یې ایښی هلته بیا چا ښه ورځ ولاکه لیدلې وي.

دا چې په ننګرهار کې مزعوم ظهور په کابل کې د دفاع وزیراو لوی درستیز لمر ته کینولو، که کابل ته رارسیدلی واي یقینا چې د قدم له نیک پالې به یې نن د ګډ حکومت په سر د ویر ساندې ویل کیدلې …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحمت الله رحمت

نپو هیږم چې خپله حکمتیار صاحب به هم پورتنیو بیښوته د تصادف په سترګو ګوري او که د جانبینو ترمنځ پلان شوي تصمیم ؟ که دا ریښتیا هم تصادف وي خو بیله خبره ده ، او که خدای مکړه پلان شوي تصمیم همدا وي چې له حزب اسلامي سره د روغې جوړې د پروسې طي مراحل دي په سپتمبر او اکتوبر پوري وتړل شي دا خو به خبره ډیره خطرناکه کړي. که له تجاهل عارفانه څخه تیر شو او افغانستان ته د جناب حکمتیار صاحب او جیمز مټیس د راتګ هممهال والي ته د حقیقت له منظره وګورو ریښتیاهم موضوع… نور لوستل »

غوربندی

وایي کلی په لېږد ابۍ د ک… په شکولو.

د افغانستان زار او محکوم حالت او د حزبیانو له خوا د ابۍ د ظهور تیاری!!

افسوس ددې ذلیلو په حال

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x