شعـــــرونه

امنیتي تړون ! / عارف تلاش

پرون شپې مې داسې یوه څه ولیکل چې زه هم پرې پوه نشوم چې څه مې ولیکل؛ کله چې مې له سره بیا ولوست نو پوه شوم چې دا زما درد او احساس دی.
زه نه پوهیږم چې د ادبیاتو په چوکاټ کې څه ورته وایي ؛ په دې هم نه پوهیږم چې آیا داسې څه هم په پښتو ادبیاتو کې شته او کنه ؟ خو زه یې له تاسو سره شریکول غواړم:

امنیتي تړون !

سیمه او نړۍ مې ؛

ترهګر بولي…

وایي طالب دی ، القاعده دی…

زموږ نه يې لویه بلا ده جوړه کړې…

زموږ فکرونو په ځنځیرونه تړل شوي…

موږ په لوږه ډاروي

وایې امن به خراب؛ او

رڼې ورځې به تیارې شي؛

موږ په تنده ډاروي…

ماشوم نه یم ؛

ښه په دې پوهیږم …

زما د نیکونو د پلرونو نښې رڼګول غواړي…

په موږه بل ګندمک ؛

لاسلیک کول غواړي…

مشرانو مو مزې وکړې؛

په موږ یې ښې نخرې وکړې…

لاس یې سره یو دی ؛

لستوڼي یې بډ وهلي…

هېواد ؛

را نه ویشل غواړي…

نه غواړم ؛

داسې  تړون؛

نه غواړم…

عارف تلاش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x