پاکستان: کرم ایجنسۍ کې بمي برید ۱۴ تنه وژلي او ۸ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ غویی، ۱۳۹۶): ډیورنډ کرښي ته څېرمه په کرم ایجنسۍ کې بمي برید د ولسي خلکو موټر په نښه کړی، په چاودنه کې ۱۴ تنه وژل سوي او ۸ تنه نور ټپيان دي، په ټپيانو کې دوه تنه د نفوس شمېرني کارکوونکي دي.

امنیتي چارواکي وایي چې د مسافرو بس موټر د ګودر سیمي څخه پاړه چنار ته پر لاره و چې چاودنه ورباندي وسوه، تراوسه دا نه ده څرګنده سوي چې ماین ته د ریموټ کنترول په وسیله چاودنه ورکړل سوي او که خپله یې چاودنه کړي.

په پېښه کې ټپي کسان لومړۍ د ایجنسۍ د قومندانۍ روغتون ته وړل سوي او وروسته پوځ د ایم ای ۱۷ چورلکي په وسیله د پېښور پوځي روغتون ته د تداوی په موخه وړي دي.

د برید پړه د تحریک طالبان پاکستان څخه جلا سوي جماعت الاحرار ډلي پر غاړه اخیستي، ددې ډلي ویاند اسد منصور په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وژل سوي ټول شیعه ګان او د نفوس شمېرني کارکوونکي دي، دوی وایي چې په وژل سوو کې ولسي وګړي وجود نه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د