ټولنیزه برخه

که را ویښ شوم ضرور به در باندي سوداګریزه او کلتوریزه پاشاهي کوم

بخت الرحمن (شرافت)

سهارنۍ خوب چې اوس نړۍ کې د مسلمانانو عادت نه بلکی یو فیشن هم ګرځیدلی دی، اکثره مسلمانان د دسهار لخوا خوب کوي، هغه سهار چې زمونږ ستر پیغمبر راته ډير ستایلی، د برکتنو وخت یې ګڼلی درزق د ویش ګړی یې ورته ویلي، خو مسلمانان بیا هم ویده وي, دبرکت هوا یې ورته دروازه ټکوي د رزق دتقسیم او ویش پوسټ چیان یې له ډکو لفافو سره دکور مخته ولاړوي خو مسلمان بیا هم قسم کړی که به سر ورته راجګ کړي، ځکه چې کاکا، ماما او وراره یې لا تر اوسه پوري ټول ویده دي، او خپله هم دشپې تر دوو بجو پوري له یارانو او انډیوالانو سره په ټوکو او ټکالو بوخت وه، نوبه چیري راپورته شي، رزقه لاړه شه مسلمان شپه تیره کړي، دکوم هندو سیک او جولا دروازه ورته وټکوه، برکته لاړ شه مسلمان ویده ده دکوم بل دین او مذهب دپیروي دکور پر بام کښینه.

دسهار نسیمه بس ده ستړی شوې مسلمان درته جواب نه وایې ولاړ شه د خیر او برکت کومه لفافه چې تا راوړې هغه دکوم بل مذهب دپیروي کور ته ور وغورځوه مسلمان ویده ده نور یې مه تنګه وه، دبرکت کوترې لاړه شه دبرکتونه پیغام دکوم بل دین لارویانو ته یوسه مسلمان شپه تیره کړې ماښام يی له انډیوالانو سره شپه په بي ځایه بحثونو او بي ځایه قهقهو تیره کړې، دوې بجې ویده شوی، خاوري به دماپښین تر دوو بجو وړاندي را وپاڅي، دسهار وختي دبرکتونو او عظمتونو وخت زمونږ څخه غلا شوی، ورشه واشنګټن او لندن کې یې وګوره چین او برلین ته پسي لاړ شه.

مونږ دکفارو بي ځایه فیسبوکي او انټرنیټي لیکنو او پیغامونو غولولي یو، ماته دفیسبوک او انټرنیټ له لارې د ډاکټر به نوم پیغام راکوي چې دسالم دماغ لپاره اته ساعته خوب کول لازمي ده، خو خپله بیا له سپیدو څخه وړاندي پاڅیدلی وي، پنځه ساعته خوب کوي، ماته زما هیوادونو کې دخپلو سفارتونو دروازې نهه بجې خلاصوي ترڅو ما وغولوي چې مونږ خپلو هیوادونو کې هم دا وخت ورځ پیلوو، خو چې هلته ورشې دسهار له سپیدو سره سم دمیټرو تم ځایونو باندي ځای نه کیږي، لارو او کوڅو کې دخلګو خوځښت او حرکت تر سترګو کیږي.

غربي مکاره ښه پوهیږم چې زما دخوږ نبي صلی الله علیه وسلم ددغه قول متن دي زما څخه غلاکړی، که څه هم په لاره یې نه ځې نوره لاره یې نه تعقیبوې، ورته قدر او احترام نه لرې، خو دغه قول دي بیا دبچي بچي په خوله کې ورکړی او هر بچي ته دي هرسهار د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول سل ځله ژباړې، چې وايی (بورک لامتي في بکورها) ژباړه زما د امت برکت په وختي پاڅیدلو کې ده، بچي ته دي زما د نیکه ګانو او پلرونو پخوانی برم او دبدبه هم مخته ږدې او بیا ورته وايې کله چې مسلمانانو دخپل پیغمبر دغه قول باندي عمل کاوو، نړۍ ددوي تابع وه، مونږ باندي یې باداري او حکومتونه کول، خو کله چې یې دغه قول باندي عمل کول ترک کړ، هرڅه یې له لاسه ورکړو او د ژوند په ټولو اړخونه کې مونږ ته اړ او محتاج سوو.

زه پوهیږم چې ستا هر بچي بچي نن زمونږ درسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه قول عمل کړی، او دغه قول باندي عمل ده، چې تاته یې دومره قوت او ځواک در بخښلی چي سهار وختي ته دغرونو سرو ته ختلی، د دریابونو منځ ته شوه سوی، خو ما… آه… خو ما چې دخپل ستر پیغمبر دغه قول باندي عمل کول پریښی سهار وختي له خپل سر څخه پنځه کیلو بړستن هم نشم لري کولای.

که دتاریخ پاڼي وپلټو، وبه وینو چې یو وخت کې به کفار ویده وه، مسلمان به یي دکورونو په دروازو کې ورته ولاړ وه، کفار به ویده وه مسلمانانو به یې سمي او غرونه ټول فتحه کړي وه، خو نن هرڅه برعکس ښکاري، مسلمان ویده وي کافر یی دکور دخوني په اخیر کي له خپل خړ سپي سره یو ځای ولاړوي، مسلمانان ویده وي کفارو سمي او غرونه ټول تر پښو لاندي کړي وي.

هغه څه چي زمونږ بزرګانو، آکابرینو او فاتحینو کول هغه نن کفارو غوره کړي د کوم سهار له برکتونو او عظمتونو څخه چې مسلمانانو خوند اخیست برکتونه یې تر لاسه کول هغه نن کفار تر لاسه کوي، یو وخت به دمسلمانانو مشرانو خپلو بچیانو ته ویل: (لا تناموا عن طلب ارزاقکم في مابین صلاة الفجر الی طلوع الشمس)

ژباړه: تاسو دسهار دلمانځه او لمر ختو ترمنځ وخت کې مه ویدیږئ، او د رزقونو له تلاش څخه مه غافله کیږئ.

فاطمه رضی الله تعالی عنها وايی یوه ورځ مي دسهار له لمانځه څخه وروسته کورکي ډډه لګولې وه. چې خوږ بابک مي خوا ته راغی، راته يې وویل لورکۍ! ولي پرته یې؟ پورته شه دالله پاک له لوري درزقونو مشاهده وکړه، ایا نه یې خبره چې دغه څومره دبرکت وخت دئ؟، درته مالومات نشته چې دغه وخت کې الله جل جلاله خپلو بندګانو باندي رزقونه ویشي؟.

همدا رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کړی چې تاسو د ماخستن د لمانځه له اداکولو څخه وروسته سمدستي ویدیږئ ترڅو دقیام لیل لپاره چمتوالی ولرئ، او سهار وختي وپاڅیږئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به کله دغزا یا دبل هدف لپاره کومي خوا ته سفر کاوو نو سهار وختي به یې سفر پیلاوو او ملګرو ته به یی دسهار وختي برکتونه بیانول.

صخر رضی الله تعالی عنه ډير جلیل القدر صحابي و، او ښه تاجر هم و، وایې کله چې مي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په لارښونه باندي عمل وکړ او سهار وختي مي کار کول پیل کړو، سوداګري مي څو چنده وړاندي لاړه، څرګند برکتونه مي ولیدل او مال مي له کچې زیات برکت وکړ.

داچې مسلمان نن هر ډګر کې له کفارو څخه شاته پاتې دي، وجه یې پورته لارښونو باندي عمل نه کول دي، مسلمان غافله دی، ویده دی دسهار وختي له برکتونو څخه محرومه دی، او چاچي د سهار دنسیم پیغام ته لبیک ونه وایو فکر نه کوم چې بیا دي ټوله ورځ له کاره خوند واخلي.

له نن څخه څو پیړۍ وړاندي زما مشرانو سهار وختي سیمي فتحه کولې، توره شپه کې یې بچیان بیداره کول، خو افسوس چې نن هغه څه د اباما میرمن میشل اباما کوي، میشل وایې توره شپه کې څلور نیمي بجې له خوبه پاڅم، کورني کارونه پیلوم او دکور نور غړي هم کار ته هڅوم، کومه توره شپه کې چې غرونو کي زما دشپونکي او کروندو کې دبزګر مستې مستې چیغې تر غوږ کیدلې اوس یې نه اورم اوس دغه چیغې دامریکا په شمال کې دکوم امریکایې او روسيې په سویل کې دکوم روسي بزګر او شپون له خولي څخه ازانګه کیږي.

په سلهاوو کلونه وړاندي دنړۍ په ټولو بندرګاوو باندي مسلمانو سوداګریزو قافلو سهار له سپیدو سره سم پړاو اچاوو، خو نن هغه بندګاروي دکفارو په لاسونو کې دي، هلته سهار له سپیدو سره سم کفري بیړۍ باریږي او دمسلمانې نړۍ په لور خپل صنعتي توکي لیږدوي.

له نن څخه څو پیړۍ وړاندي دطارق بن زیاد په نوم فاتح قائد په فاتحانه انداز کې ددښمن په لوري سمندرونه لنډول هغه یې سهار وختي دخپل ډال او توري په شرنګ راويښول، خو نن هغه سمندرونه دښمن دخپل لري ویشتونکو توغندیو په مټ زمونږ په لوري لڼدوي او سهار له رڼا سره زما کلي او کورونه په ویر او ماتم لړي او ددغه لوي توپیر او تغیر وجه زما ناوخته پوري خوب کول او ددوي وختي پورته کیدل دي، زما دخپلو اکابرینو د ژوند طرز العمل هیره ول او ددوي له لوري دهغه طرز العمل غلا کول او بیا ور باندي عمل کول دي.

بیل ګیټه ښه دي پیژنم چې سهار له سپیدو څخه وړاندي پورته کیږې! تر لمر ختو وړاندي نیم کارونه سرته رسوې! خو ما ته بیا دخپل جوړ شوي سافټویر له لاري پیغام راکوې چې سالم دماغ اته ساعته خوب کولو ته ضرورت لري، هیڅ کله به يې درسره ونه منم، ځکه له نن څخه څو پیړۍ وړاندي زما مشرانو څو څو ورځي دسهار لمنځونه دماخستن په اوداسه باندې کړي، خو تر ما یې هم دماغ سالم و او هم یې پوهه زیاته وه، هم یې فصاحت زیات و او هم بلاغت کې مثال نه درلود.

غربه! پروا نه لري تر څه وخته پوري به زما داکابرینو په غلا شوې نخسه ما باندي باداري کوې، تر څو پوري به زه ویده او ته ویښ یې، ډیر ژر ده چې زما رګونو کې به دخپلو مشرانو موجوده وینه بیرته را ژوندۍ شي، ځکه زما دمشرانو وینه تر اوسه هم زما رګونو کې پرته ده بس لږ حرکت او جریان ته اړتیا لري.

تاخو زما دمشرانو د نظام سافټویر غلا کړی د ساختمان نقشه او عکس دي اخیستی، نور نظام او سیسټم زما سره پروت دی، ان شاءالله مسلمان ځلمیان به ډير ژر را ویښ شي او نور به دسهار بي خونده خوب ترک او د ماښام بي معنی مجلسونو ته دپای ټکی کښیږدي، یو ځلي به بیا هیوادونو کې د روڼ سهار فضا رامنځ ته کړي، بیا به زما څخه زما د مشرانو غلا کړی سافټویر او نقشه تا ته هیڅ کار ونکړي.

یو ځل به بیا د نړۍ پر مشهورو سمندري بندرګاوو باندي دسهار له سپیدو سره سم دمسلمانانو سوداګریزي قافلې پړاو اچوي، یو ځل به بیا دسهار له سپیدو داغ سره سم مسلمان ځلمي په فاتحانه انداز کې ستاسو د کور دروازې در ټکوي او راتلونکو نسلونه ته به دخپلو نیکه ګانو یادونه راتازه کوي، دباب المندب او عدن بندرګاوې به یو ځل بیا دمسلماني نړۍ دتجارت مرکز وي، یو وار به بیا دخان او افغان په نوم سوداګریزي قافلې د اسټرالیا او افریقا په لور رواني وي.

نو دغرب ډاکتره نه به دي اته ساعته خو کول ومنم او نه به ویده شم، ولي به ویده شم په خلاصو غوږو يي واوره، مسلمان ځلمی یم غرور لرم، او دنیکه ګانو له غروره ډک تاریخ مي سترګو ته پروت دئ، چې ته پنځه بجې له خوبه پاڅې زه به هرومرو څلور بجې پاڅم، چې ته دوولس ساعته کار کوي زه به یې هرومر څوارلس ساعته کوم، مسلمان ځلمی یم، ما قسم کړی یو ځل به بیا پرتا باندي سوداګریزه او کلتوریزه باشاهي کوم، خو دا ټول به هله ممکن وي چې زه سهار وختي له خوبه وپاڅم او له پاڅیدلو څخه وروسته دسهار بیا ځلي ناروا خوب ته په مخه ښه ووایم.

ویښ وګړي……… ویښ ملت
سالم فکرونه ……جوړ صحت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x