د نن سرلیکنه

امریکایان په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پاتي کیدل نه غواړي- سرمقاله

له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دپرشاتګ دنیټې له رانیږدي کیدوسره د افغانستان په اړه په نړیوال ذهنیت کې بدلون مخ پر زیاتیدو دی.

مثلا هغه هیوادونه چې ۱۲ کاله مخکې په افغانستان کې د پوځي حضور پلویان ول او خپل شمیر پوځیان یې د امریکا تر مشرۍ لاندې افغانستان ته دمخالفینو پر ضد عملیاتو ته رالیږل ول اوس تر ټولو له مخه هماغه هیوادونه له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د بیرته ایستلو غوښتنه کوي او ځینو خويي تر خپل ټاکلي وخت له مخه خپل پوځیان ټول وایستل .

د دغو هیوادونو له جملې څخه کاناډا، فرانسه ،استرالیا،ناروي ،هالنډ،ډنمارک، نیوزلند هغه هیوادونه دي چې خپل ټول رالیږلي پوځیان یې له افغانستانه بیرته ایستلي او ځیني نورهیوادونه چې تراوسه پوري یې ځواکونه په افغانستان کې پاتې دي غواړي د هغوئ پرشاتګ هم تر ټاکلي وخت له مخه بشپړ کړي .

یو له هغو هیوادونو څخه چې لايي تر اوسه په افغانستان کې نظامي ځواکونو پاتي دی المان هیواد دی ، خو د وروستیو څیړنو له مخې المانیان هم نور نه غواړي چې پوځیان دي په افغانستان کې پاتې شي .

که څه هم چې د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل د دې پلوۍ ده چې ځواکونه یې د امریکایانو تر څنګ په افغانستان او ځینو نورو ستونزمنو سیموکې پاتې شي ، خو دهغې وروستۍ سر شمیرنې له مخه چې د جمعې په ورځ خپره شوه دجرمني هیواد ډیري اوسیدونکي د انګیلا میرکل دنظر پرخلاف نه غواړې ،ددي هیواد پوځ دي د نړۍ په ستونزمنو سیمو کې په جګړه کې ونډه ولري.

په هغې ټول پوښتنه کې چې د المان هیواد یوه تلویزوني چاینل( German channel Zdv) له خوا تازه خپره شوې په سلوکې ۶۱ جرمنیانو په افغانستان کې د الماني ځواکونو له موجودیت سره مخالفت ښودلی دی.

همداشان ډیری امریکایان په افغانستان کې د جګړې او په هغې کې د امریکايي پوځیانو له ګډون سره مخالفت لري.

د هغې ټول پوښتنې له مخه چې د (یو ایس ټوډې پیو ریسرچ سنټر) لخوا يي نتائج خپاره شوي په سلوکې ۵۲ امریکایان په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له موجودیت سره مخالف او په یاد هیوادکې د امریکايي پوځیانو لخوا پیل کړې جګړه د خپل هیواد په تاوان بایللې جګړه بولي.

که څه هم چې اوس په افغانستان کې روانه جګړه یواځې امریکایانوته ورپاتې ده او سپینه ماڼۍ غواړي د امنیتي تړون ترنامه لاندې په مختلفو پلمو سره دغې جګړې ته دوام ورکړي ، خوبیاهم ډیری امریکايي چارواکي له دغې نظريې سره مخالف دي .

د تیرې جمعې په ورځ وول سټریت جورنال ورځپانې د امریکايي مرستیال ولسمشر جوبایډن په حواله ولیکل چې نوموړی کوښښ کوي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ زرو پوري محدود شمیر پوځیان په افغانستان کې پریږدي.

امریکایان او نور بهرنیان په دې پوهیږي چې په افغانستان کې تیر دولس کلن ماموریت یې دهغوئ لپاره هیڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې؛ ځکه نور هغوئ نه غواړي په داسې جګړه کې خپل ځان تاواني کړي چې د ګټلو پر ځای یې د بایللو احتمال ډیر قوي دی .

حتی ځیني شنونکی د امنیتي تړون په سر د کرزي او اوباما مخالفت هم له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د ابرومندانه ایستلو لپاره يوه پلمه بولي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x