د اسلامي امت د ښېرازۍ او کامیابۍ لپاره له هرې روا وسیلې څخه کار واخلئ!

لیکوال: عبدالسمیع (درانی)

څوارلس پیړۍ وړاندې؛ هغه مهال چې انسانیت له ستر ناورین سره لاس او ګریوان ؤ، نجونې ژوندۍ خښېدلې، غلا او زنا ګرم بازار درلود، قومي جګړې او بدماشۍ ویاړ ؤ، حتی انسانیت دومره خوار ؤ چې د تناسلي آلو عبادت هم کېده.

په داسې کړکېچن حالت کې الله تعالی په خپل فضل او کرم سره د نړۍ د لارښود او د انسانانو د معقول ژوند کولو لپاره، محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبري مبعوث او هغه ته یې د ژوند کولو قانون ورکړی.

هغه (محمد رسول الله) د انساني ژوندانه قافله داسې رهبري کړه چې تاریخ به یې بیا جوړه ونه ویني، هغه داسې اشخاص وروزل چې په یوه وخت کې د جماتونو امامان، د جهادي قافلو امیران، د بیت المال امانت دار، سیاست کې پوهان، د محکمې قاضیان، جهادي معسکر کې اتلان، اجتماعي سلوک کې بهترین کسان؛ معنی دا چې کومې نیکۍ چې په یو شخص کې یوځای کېدای شي، دوی (اصحابانو) هغه ټولې درلودلې.

په داسې یو پوره او لوړه ټولنه کې طبیعي ده چې هر څه به په منظم ډول په حرکت کې وي؛ د اسلامي ټولنې ټول نظامونه به سم په صحي ډول فعال وي.

دا مهال نو اسلامي امت د لوړتیا په زینو حرکت کاوه، د ټولې نړۍ رهبري یې په برخه وه، خو دا د لوړتیا حرکت یې کفارو ونشو زغملای!

کفارو له مسلمانانو سره خورا ډيرې جګړې وکړې؛ خو په هره جګړه کې ماته د کفارو په برخه وه، بلاخره دوی پس له ډیرو سوچونو او تحقیقونو دې نتیجې ته ورسیدل چې مسلمانان په زور نشي ماتیدلای.
دوی هم مسلمانانو ته خپله ستراتېژي او کړنلاره بدله کړه، دوی د نظامي جنګ پر ځای، فکري او ساړه جنګ ته ډيره توجه وکړه. دوی د فکري جنګ لپاره بېلابېلې وسیلې وکارولې؛ کله یې د اسلامي امت د زوال لپاره د احادیثو تحریف شروع کړ، کله یې فلسفې ته په اسلامي امت کې بیخي ډير ځای ورکړ، کله یې د اسلامي امت لپاره په خپله خوښه کفري یا هم ګډوډ(کفري، اسلامي، او خپل طبیعت) قوانین وضعه کړل، بل وخت یې بیا په اسلامي ټولنه کې فحشا خپره کړه. په دې وسایلو او لارو یې هم بسنه ونکړه، بلکې له هرې ممکنې وسیلې څخه یې د اسلامي امت دځوړتیا لپاره کار واخیست. دوی په دې حربه کې خورا بریالي هم وه؛ ځکه هغه ویاړلی امت یې د لوړتیا له لوړو پوړونو د ځوړتیا آخري زینې ته راښکته کړ، کوم ویاړلی امت چې یو وخت یې د ټولې نړۍ واګې په لاس کې وې، او ټوله نړۍ یې د خیر په لور رهبري کوله؛ اوس هماغه ویاړلی امت حتی په ټوله نړۍ کې داسې هیواد نلري چې هلته دې په واقعي توګه اسلامي نظام حاکم وي.

اوس نو پکار ده چې لکه څنګه چې کفارو د خپلې باطلې عقیدې د خپراوي لپاره له هر ډول وسیلې څخه د اسلامي امت د ځوړتیا او ناکامۍ لپاره کار واخیست؛ مونږ هم د خپل بایللي عزم او برم د بیرته اعادې لپاره هېڅ وسیله ونه سپموو، له هرې ممکنه وسیلې څخه د اسلامي امت د ښیرازۍ او کامیابۍ لپاره کار واخلو، په فکري برخه کې په نړیواله کچه مفکرین وروزو، جهادي سنګرونه مو باید د اصحابو په شان مجاهدین ولري، سیاسي تګلوری مو باید د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سیاست مطابق وي، کلتوري اړخ مو په اسلامي کلتور باید برابر او د پردیو کلتور چې زمونږ له مبارک دین سره ټکر ولري؛ باید چې پر وړاندې يې مبارزه وکړو او پرېنږدو چې غربي وحشي کلتور په مونږ کې سرایت وکړي. تعلیمي سیستم مو باید پرمختللی او په اسلامي معیاراتو برابر وي. له تعلیمي نصاب څخه مو باید هغه ټول عناوین او مضامین وغورځوو چې د کفارو په خوښه زمونږ تعلیمي نصاب ته دننه شوي دي، او په تعلیمي نصاب کې مو اړینه ده چې بعضې مضامین زیات شي؛ لکه د اصحابانو سیرت، د اسلامي امت د سرلارو ژوند او کارنامو ته کتنه، د اسلامي امت د ځوړتیا سببونه او داسې نور مضامین چې زیات اړین بریښي. اقتصادي نظام مو ډیرې اصلاح ته ضرورت لري؛ ټول هغه معاملات ترې وباسو چې له اسلامي اقتصادي نظام سره اړخ نه لګوي. او بلاخره د ژوند ټولې چارې مو په سمه توګه اصلاح کړو؛ د ژوند په هر ډګر کې مبارزین او په خپله برخه کې وړ کسان و روزو، داسې کسان و روزو چې د اصحابانو صفتونه او خاصیتونه پکې پیدا او رشد وکړي، باید هيڅ سنګر مو د کفارو پر وړاندې تش او بې کیفیته نه وي. که مو پورته ذکر شوي کارونو ته ملا وتړله او سرته مو ورسول؛ نو د الله تعالی په نصرت او مدد به بیرته خپل بایللی عزم او برم لاس ته راوړو، بیرته به ان شاءالله تعالی د نړۍ د رهبریت چارې مونږ ته سپارل کېږي. خو دا هدف قرباني غواړي، ستړیا غواړي، او له ډیرو سختو کړاونو سره صبر غواړي.
خو هېڅ هم بې قرباني او ستړیا لاس ته نه راځي؛ لکه شاعر چې فرمایي:
بې زحمته راحت نشته زما وروره
که عزت غواړې زحمت درلره بویه
د اسلامي امت د لوړتیا په هیله!
غزني ۴/۲/۱۳۹۶

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د