
ترکي پوځ په عراق او سوریه کې پر کردانو هوايي بریدونه کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ غویی، ۱۳۹۶): ترکیې ویلي چې ددوی هوایي ځواکونو د کردستان کارګر ګوند یا PKK جنګیالي په عراق او د سوریې په شمال – ختیځه څنډه کې په نښه کړي دي.
ترکي الوتکو د موصل په لویدیځ کې د سجنار غرونو ته نژدې بریدونه کړي، پېشمرګه ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې د کارګر ګوند د جنګیالیو ترڅنګ ددوی ۵ تنه سرتیري هم وژل سوي دي، ترکیه وایي پوځ یې په بریدونو کې ۷۵ جنګیالي وژلي دي.
پېشمرګه ځواکونو د ترکیې هوایي بریدونه غندلي او په څنګ کې یې د کارګر ګوند د جنګیالیو څخه غوښتي ترڅو خپل مرکزونه د سنجار غرونو ته څېرمه خوشي کړي ځکه د پېشمرګه ځواګونو او د ترکي کردانو مرکزونه یو بل ته ډیر نژدې دي، ترکي هوایي ځواکونه نسي کولی ددوی ترمنځ توپیر وکړي.
د ترکیې پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بریدونو څخه هدف د هغه وسلو او چاودیدونکو توکو مخنیوی و چې کردي جنګیالیو غوښتل د همدې ځای څخه یې ترکیې ته نقل او بیا هلته بریدونه وکړي.
بل پلو د سوریې د شمال څخه راپورونه وایي چې د ترکي کردانو د کارګر ګوند جنګیالیو د حسکه ولایت په قرجوخ غرونو کې د قوماندې مرکز جوړ کړی و چې ترکي الوتکو په نښه کړ، جنګیالیو هڅه کول چې ددغه ځای څخه د تونلونو په وسیله درنې وسلې د ترکیې خاوري یوسي.
ویل کیږي چې په نښه سوو سیمو کې کارګر ګوند رسنیز مرکزونه او راډیو هم فعاله کړي وه.