شعـــــرونه

ﺩ ښاﻏﻠﻲ ﻧﻌﻤﺎﻥ ﺩﻭﺳﺖ ﺩ ﻳﻮه ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ځوﺍﺏ ﮐﻲ: طالب جان

طالب جان دننګ ډګر ته راوتلی
طالب جان دوطن غم په زړه داغلی
طالب جان به کتاب څرنګه راواخلي
کلیسا یي دي دمرګ قسم خوړلی

 

طالب جان پرانیستی نوی انقلاب دي
ځکه بند پروت په مسجد کي یي کتاب دي
دټوپک اوګردنۍ سره راوتی
دادوخت دننګ پوښتني ته ځواب دي

                 …………
طالب اوس هم د ولس دسترګو تور ده
دمظلومي حنجري دچیغي زور د دي
دکړم کړم او سویو زړو ټکور دي
طالب جان وَ پردي پالو ته سور اور دي

طالب جان اوس د نکلونو راوتلی
اوس طالب دافسانو طالب جان نه دي
طالب جان اوس دتاریخ دټنډي خال دي
درنجلومو آینو طالب جان نه دي
                              ………..
نوي نوي داتڼ ناري، سروکي
لا پیغلوټي له چمبو سر يي وايي
لایي هم دحماسو ټپي په خوله دي
دطالب لالي دتوري کیسي ستایي

نن مو ټول کلی نیولی زورورو
کیسي پاته دغومبرو او کوترو
اوس خو زاڼي په هوا کي نه تیریږي
فضا ډکه له جنګي هلیکوپترو
                           …………
طالب جانه! ستا دتور ټوپک له دمه
طالب جانه! ستاد څڼو له هیبته
دغلیم زړه په کوګل کي په لړزه وي
ستا ټینګ عزم و ایمان له برکته

طالب جانه! ژوند او مرګ دي عبادت دي
طالب جانه! تمنا دي شهادت دي
حلمیار دي په یاري باندي نازیږي
طالب جانه! ملګري ﺩﻱ سعادت دي

حمدالله حلمیار
ﻳﺎﺩﻭﻧﻪ: د دردمند ریالیسټیک شاعر او لیکوال ښاغلي نعمان دوست صاحب دﻃﺎﻟﺐ ﺟﺎﻥ ﺗﺮﻋﻨﻮﺍﻥ ﻻﻧﺪﻱ د ښکلي نظم په ځواب کي مي داڅو بنده لیکلي وو

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x