افغانستان

طلوع: د ۲۰۹ شاهین قول اردو تلفات تر ۲۵۰ اوښتي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ غویی، ۱۳۹۶): طلوع تلویزیون د بېلابیلو موثقو سرچېنو په استناد ویلي چې په ۲۰۹ شاهین قل اردو کي د برید تلفات تر ۲۵۰ اوښتي خو حکومت په لوی لاس د برید تلفات کم ښيې او نه غواړي د برید قوت خلکو ته څرګند سي.

طلوع تلویزیون په خپل تازه راپور کې ویلي چې تراوسه د ۲۵۶ وژل سوو سرتیرو پېژندګلوي سوي او دا هم څرګنده سوي چې دغه سرتیري د کومو ولایتونو اوسیدونکي دي.
په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قل اردو په برید کې د وژل سوو سرتیرو څخه ۶۸ تنه د بدخشان، ۵۰ تنه د ننګرهار، ۴۰ تنه د بغلان، ۳۳ تنه د تخار، ۲۴ تنه د روزګان، ۱۸ تنه د هلمند، ۱۳ تنه د کندوز، پنځه تنه د سمنګان، درې تنه د کابل او دوه تنه د پروان ولایتونو اوسیدونکي دي.

سرچېني وایي ډیر نور سرتیري هم وژل سوي دي چې په هغو کې د لغمان، روزګان او هلمند ولایتونو سرتیري شامل دي.

د پوځ مخکیني لوی درستیز قدم شاه شاهین وایي: متاسفانه زموږ ټپي سرتیرو د تلفاتو تعداد زیات کړی، دا د تلفاتو اصلي لامل دی چې د دښمن د برید څخه رامنځته سول.
د پارلمان غړی عارف رحماني وایي چې همیشه زموږ حکومت د پېښو اصلي شمېره د ولس څخه پټه کړي، دوی همیشه درواغ وایي او د پېښي په لومړیو کې حکومت وویل چې یوازي ۸ تنه سرتیري وژل سوي دي.

د یادوني وړ ده چې د تېري جمعې په ورځ لس تنه بریدګر د ملي اردو په یونیفورم کې په دوو رینجر موټرو کې د بلخ ولایت ۲۰۹ شاهین قل اردو ته داخل سول او هلته پر مېشتو سرتیرو د ټوپکونو خولي را واړولي او ناتاره ډزي یې پيل کړي چې په پایله کې یې سلګونو سرتیرو ته مرګ – ژوبله واوښتل.
د برید پړه طالبانو پر غاړه واخیسته او تر ۵۰۰ زیاتو سرتیرو ته یې د مرګ – ژوبلي اړولو ادعا وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x