ټولنیزه برخه

ایا رښتیا ملګرتیا کې هره ګړۍ خوښۍ وي ؟؟؟

صفي الله رائد

کله چې یو څوک د ملګري یا ملګرتیا نوم واوري نو یو قسم د خوښۍ احساس وکړي داسي چې درد او غم ورسره بلکل هېڅ کوم تړاو ونه لري، دوی داسې حس کوي لکه له ملګرتیا سره چې ټولې خوښۍ او خوشحالیانې تړلې وي، داسې انګېري لکه یو ملګري سره چې څوک همیش خوښ، ارامه او پرسکونه وي، داسې لکه په ملګرتیا کې چې بیخي درد، غم اوخفګان نه وي.
داسې لکه په ملګرتیا کې چې درد، رنج او ژړا نه وي!
نه، هېڅګله نه !

ګرانه ! ته غلط پوه شوی یې؛!

هېڅکله هم داسې نده؛ ملګرتیا داسې یو شی ده چې دزړه په درد شروع شوې، په اوښکو وینځل شوې اوبل آخره د پای ټګی یې هم په درد کېښودل شوی.

ښایي زما دغه څو جملې درباندې ښې نه وي تمامې شوي.

پوهېږم؛ زما په دغو څو کرښو به ستا پر زړه کې ډېرې خبرې را ولاړې شوې وي.
هو! که ته وا چې ملګری خو د خوښیو سمبول، د زړه سکون، د ژوند راحت او دانسان لپاره په چم کې خوږوالی بلل کېږي. اوته….؟
که ته وا چې بې انډیواله خو ماښام خفه، مازدیګر بېکیفه، ژوند بې مالګې اوبې خونده وي؛ او ته….؟

هو! منم ؛ چې بې ملګري او ملګرتیا داهرڅه کم رنګه، بې قدره او بې خونده وي؛ خو دا په دې معنا هم نده چې په ملګرتیا کې دې یواځې او یواځې خوښۍ ، خوندونه ، سکون او مزې وي!

اې! کوم څوک چې په دې نظر وي؛
نو پوی شه! چې هغوی په ملګرتیا کې د جدایي مزه نده څکلې! دهغوی زړونه دیو ملګري د فراق په وخت ندي دردیدلي، دوی د یو سپېڅلی ملګري د نه شتون درد او زور ندی حس کړی، سترګو یې دیو چا په فراق اوښکې ندي تویې کړي، دوی یې په فراق دردېدلي ندي، دوی یې د تلو پر مهال زورېدلي ندي، دوی یې په شهادت ژړېدلي نه دي. دوی د پیو مجنونان دي، دوی غلط پوه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x