نظــر

اخوان المسلمین؛ پرون، نن، سبا – (لومړی برخه)

په وروستیو کې  چې په مصر کې د پوځیان په لاس د ولس له خوا ټاکل شوی رئیس جمهور محمد مرسي باندې کودتا و شوه، په سیمه ایز او نړیواله کچه د اخوان المسلمین ګوند په فعالیتونو او ددې خوځښت د راتلونکي په اړه بیلابیل بحثونه و شول او لا روان دي، دا چې پدې اړه نړیوالې او سیمیزې رسنۍ ولې دلچسپي لري؟

ولې د ټولې نړۍ پام د مصر او په ځانګړي ډول د اخوان المسلمین خوځښت په لور اوښتی؟

ولې د مصري پوځیانو له ښکاره جنایتونو  سره سره ترې په سیمه ایزه او نړیواله سطحه حمایت کیږي او لا هڅول کیږي؟

ولې  اخوان د نړۍ د سترو قدرتونو له ډلې د یوه خواخوږۍ هم له ځانه سره نلري؟

دا او دیته ورته پوښتنې ته د ځواب لپاره مو ننۍ لیکنه ځانګړې کړیده.  که څه هم تر پورتني عنوان لاندې مو په پام کې ده چې د دې نړیوال خوځښت د تاسیس،مشرانو، موخو، فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو، او په اړوندو بیلابیلو موضوعاتو باندې د مستندو، معتبرو او منل شویو اسنادو پر بنسټ په سلسله وار ډول تحلیلي بحثونه ولرو خو دا چې  درنو لوستونکیو ته د موضوع په اړوند او ددې خوځښت او د نړیوالو سترو قدرتونو د ټکرونو او مخالفتونو په اړه یو لنډ جامع معلومات په لاس ورغلی وي نو مو دا برخه لومړی کړه.  اخوان یو نړیوال خوځښت دی چې په اړه یې په بیلابیلو نړیوالو ژبو لسګونه کتابونه او زرګونه مقالې او رسالې لیکل شویدي چې د سیدقطب، محمد قطب، یوسف قرضاوي….  په څیر د اسلامي نړۍ مشهورې متفکرې او بیساري څیرې یې د غړیتوب ویاړ لري، اخوان د تاسیس له پیله له استعماري قوتونو او اجنټانو سره په اوږدمهالې مبارزې کې پاتې شوی او پدې لاره کې یې د سترو ستونزو او کړاوونو اوږد مزل کړی دی.

یو واقعیت

لکه چې مو یاده کړه  له تاسیس څخه تر اوسه خوځښت په ډول ډول ستونزو کې را ګیر شویدی،مشران او غړي یې نیول شوي، اعدام شوي، کړول شوي، ځورییدلي، په لوی لاس له هر ډول سیاسي فعالیتونو څنګ ته شوي، له خپل هیواده په زور ویستل شوي، مشران یې ترور شوي، په خپل زیار ګټلي پیسې او شتمنۍ  یې کنګل شوي او په ډول ډول نومونو یې د بدنامۍ هڅې شویدي، خو نه تر دې دمه پدې خوځښت کې داسې لوی انشعاب رامنځ ته شوی، نه کمزوری شوی او نه یې هم ترمنځ داخلي سیالۍ  ناندرۍ پیل شوي، نه یې په موخو کې انعطاف راغلی، نه یې له کوم دروني یا بیروني قوت سره سازش کړی او نه یې هم د مسلمانانو او اسلامي عقیدې پر سر له چاسره د معاملې راپورونه ور کړل شویدي، دا هغه واقعیتونه دي چې مخالفین او موافقین ټول پرې اعتراف کوي او د منل شوي واقعیت په توګه یې مني. ښايي په همدې بنسټ وي چې استعماري قوتونه یې د خپلو اهدافو په لاره کې لوی خنډ ګڼي او ددې خنډ ایسته کولو لپاره له هر ډول دسیسو کار اخلي.

لنډه دا چې د تیرو لسیزو په اوږدو کې لویدیځو هیوادونو چې په سر کې امریکا راځي له بیلابیلو لارو  واخیست چې په اخوان کړۍ راتنګه کړي، ویې ځپي او داسې ستونزې ورته را مخې ته کړي چې بالاخره یې له سیاسي او ټولنیزې بهیره په څنګ او ملتونو کې یې د یوې منفورې ډلې په توګه په ذهنونو کې کښینوي، خو داسې معلومیږي چې هڅې یې ناکامې معکوسې پایله لرلې ده، یاده ډله تر پخوا لا غښتلې شوې، غړي یې ډیر شوي او له مصر ور هاخوا په ډیرو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې یې رسمي او غیر رسمي تشکیلات غزیدلي دي  . یان جانسون د (په مونیخ کې یو جومات)) نومي کتاب لیکوال چې لویدیځ ته د اخوان المسلمین د پراختیا په اړه څیړنې کړیدي وايي:(( حتي سیاسیون او په ټوله کې ټولنه باید د اخوان په اړه سخت محتاط و واسي، ځکه دا ډله ډیره خطرناکه ډله ده، هغوی غواړي ځان مډرن او د داسې ډلې په توګه را دبره کړي چې د قانون او سیاست په ژبه پوهیږي، معاصرو علومو باندې پوه دي، استدلال کولی شي او تر هر چا مسلمانان او نړیوال ډیر ژر له خپلو مفکورو اغیزمنولی شي، خو دا خبره باید هیره نشي چې اخوان که هر څومره ځان مډرن وښيي دا ډله قلبا بنسټپالي دی.)) . یاد لیکوال په خپل کتاب کې خبردارۍ ور کوي چې ددې ډلې د نفوذ مخې نیولو لپاره باید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اغیزمن اقدامات وشي.

یو غلط فهمي او ګډ دریځ:

د امریکا په میشیګان پوهنتون کې د تاریخ استاد ډاکټر ریچارډ میشل چې یو مهال د امریکا له جګپوړو دیپلوماټانو څخه هم و تر دوکتورا اخیستو وروسته پنځه کاله پدې موخه په مصر کې تیر کړل چې د اخوان المسلمین خوځښت په لیدلوري او موخو او په نړۍ او ځانګړي ډول عربانو کې یې د اغیز په اړه څیړنې وکړي، هغه د خپلو څیړنو په پای کې په اړوندې موضوع د (The Society of Brotherhood) یا د (اخوان المسلمین ټولنې) پنامه  په دوو لویو ټوکونو کې کتاب و لیکه، هغه پدې کتاب کې وايي: ستونزه داده چې هر څوک په نړۍ کې دې خوځښت ته له خپلې زاویې ګوري، لیبرالیان یې له خپل، مارکسیستان یې له خپل او په همدې ډول نور یې له خپلو لیدلوریو تحلیلوي، خو هیچا ور سره له نژدې وخت ندی تیر کړی چې په اصلي واقعیتونو پوه شي، د پانګوالۍ پلویان یې چپیان او د انقلابونو زیږونکي بولي، یو شمیر لویدیځ لیکوالان یې بیا یو پرمختتللی او لویدیځو مکتبونو ته خطرناک خوځښت بولي، او نورې ډلې یې بیا په خپلې ننۍ اصطلاح تروریستان ګڼي، په همدې ډول کمونیستان، دیموکراتان او نورې ډلې ورته بیلابیل تعریفونه لري خو په ټوله کې ټول بیا پدې توافق لري چې اخوان یې د  استعماري او استثماري موخو د تعمیلولو پر وړاندې ستر خنډ دی، هغوی پدې باوردي چې اخوان د اسلام خپریدا کلکه اجنډا لري او غواړي قرآن د ننیو بشري قوانینو بدیل کړي چې پدې سره بیا غیر اسلامي نړۍ ته بیشمیره ګواښونه زیږولی شي . په مصر کې وروستی کودتا او بیا ترې وروسته د اخوان پر وړاندې د کودتاچیانو بیشمیره جنایتونه او د نړیوالو چوپتیا د میشل استدلال پیاوړي کوي او د یوه واقعیت په توګه دا را دبره کوي چې تر کومه حده نړۍ ترې ویره لري.

په لویدیځ کې  د اخوان المسلمین پر ضد تبلیغات:

د اخوان المسلمین پر ضد په لویدیځ کې تر دې ستر تبلیغات شویدي چې تر مخه یې د بي بي سي په خبره په یادو هیوادونو کې په سختۍ داسې کسان موندل کیدای شي چې په خپل اخوانیتوب اقرار و کړي، خو امریکايي خبریال استیو امریسون بیا وايي چې د اخوان المسلمین غړي د لویدیځ په هر هیواد کې شته خو نه د اخوان المسلمین پنامه، بلکه په زیرزمیني ډول فعال دي او په  بیلابیلو نومونو فعالیت کوي، دا تبلیغات بیلابیل لاملونه لري، لومړۍ  هغه و چې ترې یادونه وشوه، دوهم د اسرائیلو پر وړاندې  له حماس جهادي ډلې ملاتړ یادیږي. دریم بیا دادی چې ډیري څیړونکي  استدلال کوي چې ننۍ تقریبا درستې جهادي ډلې په یوه ډول د اخوان زیږنده ده  چې پدې لاره کې یې اصلي مشوق او لارښود د شهید سید قطب فکر او لیکنې دي، د هغوی په وینا چې د شهید لیکنې په عربو او ټولې اسلامي نړۍ کې په ځانګړي ډول د ځوان قشر په منځ کې له ځانګړي محبوبیته برخمن دی چې القاعده او ورسره تړلي ډلې یې یو څرګند مثال دی. خو نور څیړونکي بیا بله خبره کوي وايي اصلا د اخوان په تعلیماتو کې د جهاد او شهادت شتوالی هغه څه دي چې لویدیځ او نور سیکولر قوتونه ترې په ویره کې دي، ځکه هغوی یادو دوو کلیمو ته د داسې خطرناکې حربې په سترګه ګوري چې مقابله ورسره هغویته خورا ګرانه پریوځي.

اخوان المسلمین او ۸۵ کلنه مبارزه

ځیني داسي فکر کوي چې اخوان په تیرو ۸۵ کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې ندي لرلي، نه یې حکومت تر لاسه کړ او چې بیا یې تر لاسه کړ ډیر ژر ورڅخه بیرته واخیستل شو، پدې حساب باید د یوې نسبتا ناکامې ډلې په توګه ورته وکتل شي، خو د اسلامي نړۍ او لویدیځ ډیري پوهان او مفکورین بیا پدې نظر دي چې اخوان المسلین د خپل جوړښت له پیل څخه تر دې دمه د خپلو موخو په پرمختګ کې تر هرې بلې ډلې بریالی عمل کړیدی، په چټکی پرمخ تللی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې خپلو موخو ته کار کړیدی.

هغوی استدلال کوي چې اخوان المسلمین په معاصرې نړۍ کې د اسلامي ګوندونو د یوې داسې پیاوړې هستې په توګه یادولی شو چې لسګونه ورته ډلې ترې ټوکیدلي دي،  نن ورځ په لویدیځ، ختیځ او د نړۍ نورو برخو کې که د اسلامي ګوندونو تاریخچې ته و کتل شي نو ثابته به شي چې په یو ډول یې له اخوان المسلمین نه سرچینه اخیستې، پدې اړه د بي بي سي د راپور ترمخه استیو امرسون امریکايي خبریال چې کلونه کلونه یې د  هغوی په اصطلاح د سیاسي اسلام په اړه څیړنې کړي وايي: د تیرو دیرشو کلونو په بهیر کې د امریکا دننه لسګونه اسلامي ډلې رامنځ ته شوي چې له اخوان المسلمین نه یې سرچینه اخیستې ده. ابراهیم منیر د اخوان غړی چې ډیر کلونه یې د مصر په زندان کې تیر کړي او اوس په لندن کې اوسي زیاتوي: که تاسو هر اروپايي هیواد ته لاړ شئ  او پوښتنه وکړئ خامخا به پکې د اخوان او یا اخوان نه متاثر ډیر کسان ومومئ. لویدیځ مفکرین فکر کوي چې د اخوان غړي او روزونکي سخت خپلو موخو ته وفاداره دي او که هغوی د دیموکراسۍ هر ډول چغې ووهي د منلو نده، ځکه هغوی په هیڅ ډول له خپلو اهدافو چې د اسلامي قوانینو پلي کول اود  یوه پراخ اسلامي دولت لپاره کار کول دي نه په شا کیږي، پدې اړه څیړونکي خپلو حکومتونو ته مشوره ور کوي چې لدې ډلې سره باید د نړۍ په هره څنډه کې ډیر محتاطانه او که لنډه یې ووایو د یوه خطرناک دښمن په توګه چلند وشي. لویدیځ رسنۍ داسې فکر کوي چې زمونږ لپاره د اخوان ستونزه یواځي دا نده چې په مصر کې به د اسلام په پلي کولو یواځي اسرائیلو ته ستونزې جوړې کړي بلکه دا ډله په نړۍ کې د لسګونو ورته اسلامي ډلو لپاره د الهام سرچینه ده چې کولی شي د نړۍ په هره څنډه کې د لویدیځ ګټو ته درانه خطرونه متوجه کړي او کړي یې دي.

د اخوان المسلمین او القاعده ترمنځ توپیر

امریکايي او نور نا مسلمان څیړونکي فکر کوي چې د یادو دواړو ډلو ترمنځ هیڅ او یا ډیر کم توپیر شته ځکه دواړه په یوه ډول د یوه پراخ اسلامي دولت را ژوندي کول غواړي، ډاکټر جاسر امریکايي سیکولریست چې د سیاسي اسلام په ضد فعالیت کوي وايي: د اخوان او القاعده ترمنځ ډیر لږ توپیر شته خو په اصولو کې دواړه یو دي، ځکه دواړه د لوی اسلامي دولت او په نړۍ د سیطرې موخې لري خو اخوان غواړي له دیموکراتیکې لارې پرمخ ولاړ شي او القاعده د خشونت له لارې، هغه بیا ویره څرګندوي وايي: چې اخوان او القاعده دواړه غواړي چې د اساسي قانون پر ځای قرآن پلی کړي. پدې ډول په ځانګړي ډول لویدیځ کې دا بحثونه سخت تاوده دي چې څنګه ددې سترې مفکورې مخه و نیسي، هغوی فکر کوي چې یوه لاره یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي ډلو ځپل، ورته ستونزې جوړول او پر وړاندې یې د دیکتاتوري او سیکولر حکومتونو لا پیاوړي کول دي…..

ادامه لري

سید الرحمان عمران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x