افغانستان

روسيې له طالبانو سره د پوځي مرستو په اړه د امريکا تورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ غویی، ۱۳۹۶): وړمه ورځ د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس کابل کې د ګډ حکومت له ولسمشر اشرف غني سره له خبرو وروسته تور ولګاو، چې روسيه افغانستان کې له طالبانو سره پوځي او مالي مرستې کوي، خو روسيې د امريکا دغه تورونه بې بنسټه بللي.

له جيمز ميټس وړاندې افغانستان کې د ناټو مشر قومندان جنرال جون نيکلسون هم ويلي و، چې روسيه د ناټو پر ضد د طالبانو مرستې کوي.

روسيې د امريکا دغه تورونه بې ځايه بللي او په دې اړه يې توند غبرګون ښودلی دی.

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لافروف تېره شپه مسکو کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې روسيه هېڅکله له طالبانو سره پوځي مرستې نه کوي او دغه تورونه هېڅ اساس او رښتينولي نه لري.

لافروف وويل: «امريکايي چارواکي په تکراري توګه دغه ډول تورونه لګوي، چې روسيه له طالبانو سره پټې مرستې کوي، دغه ډول تورنه هېڅ حقيقت نه لري، امريکا په دې اړه هېڅ ثبوت نه شي وړاندې کولای او دغه ډول تورونه لګول په پوره معنا غير مسلکي کار او له خپلې دندې تېښته ده.»

وړمه ورځ، چې د امريکا دفاع وزير کابل ته راغلی و، دغه جنرال نيکلسون له جيمز ميټس سره يو ځای رسنيو ته وويل، چې روسيې په هلمند، فراه او نورو جنوبي سيمو کې پر طالبانو وسلې ويشلي دي.

د امريکا دفاع وزير هم ورته څرګندونې وکړې، دغه تورونه يې رښتيا وبلل او روسيه يې د طالبانو د مرستې له امله له نړيوال قانونه په سرغړونه تورنه کړه.

امريکا په داسې حال کې روسيه طالبانو سره په مرستو تورنوي، چې روسيې، ايران، هند او پاکستان د افغان سولې په اړه ګډې ناستې پيل کړي او هيله‌من دي، چې د سيمه ييزو هېوادونو دغه هڅې به طالبان د سولې خبرو ته تيار کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x