دیني، سیرت او تاریخ

یو څو اسلامي اداب ـــ سریزه او لومړۍ برخه

که موږ دژوندانه په چارو کې داسلامي ادابو لحاظ وکړو، په خپل کورني او له کوره باندني ژوند کې په هوساینه ووينو، ددمشق مشهور او وتلي حنفي عالم عبد الفتاح ابو غده رحمه الله یواځي 35 هغه اداب جمع کړي دي، کومو ته چې نر او ښځه په خپل ورځني ژوندانه کې اړتیا لري، دا نه یوازي دعام خلکو لپاره مفید دي، بلکې علما او پوهان هم نه دي ترینه مسنتثی، ځکه دا رساله دمسلمان له ژوند سره ډیر قوي او مضبوط تړاو لري.

زموږ په پښتني معاشره کې له نورو نمګړتیاو سره، په اسلامي آدابو نه پوهاوی او یا دهغوی نه مراعت کول لویه ستونزه ده، ددې فایدې لپاره مو په پښتو او اسانه انداز کې يې دژباړي هوډ وکړ، د الله نه سوال کوم، چې ما او ټولو ته دمراعت کولو توفیق راکړي، په روښتیا چې الله ښه توفیق ورکونکی دی.

لیکنه:

عبد الفتاح ابو غده

ژباړه:

مفتي احسان الله

الحمد للّه رب العالمین، بأفضل محامد الثناء علیه والتعظیم، والصلاة والسلام علی سیدنا ونبینا محمد بأکرم ما صلی علیه خالقه الکریم، وعلی آله وصحبه وأتباعه الطیبین الأبرابر، المتّبعین لهدیه وآدابه المتّقین الأطهار، اللّهم ارزقنا اتباعهم فی القول والعمل، وأمتنا علی سنّتهم وحبّهم عند انتهاء الأجل.

أما بعد:

دا یو کتاب دی، ددې کتاب نوم مې (من ادب الاسلام) [یو څو اسلامي آداب] کېښود،په دغه کې مي یو څو داسي اهم اسلامي ادبونه ذکر کړي دي، چې دهغو نه زموږ ډیری وروڼه، دوستان، احباب نر او ښځي ترینه په غفلت او کوتاهی کې دي، او دهغو په فهمولو کې غلطي کوي، ددغو آدابو دیو ځای کولو مې ځکه اراده وکړه، چې دهغو یاد دهاني وشي، حال دا چې زه په خپله هم ددغو ادابو په مراعت کولو کې تر نورو بهتر نه یم، او نه هم دهغوی په نسبت زه ترینه مستغني یم، بلکه مقصد مې دحق صداقت او صبر یو بل ته دوصیت کولو دی، او داللّه تعالی ددې واضح حکم پر ځای کولو تعمیل دی، چې:

﴿وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [الذاريات: 55]

ته نصيحت كوه، ځکه نصیحت ایماندارو ته فایده ورکوي.

اې اللّه ماته او ټولو ته نصیحت او له دې کتابچې او نورو کتابونه دنفع اخیستلو توفیق را کړي، او په خپل کرم او مهرباني سره به دنیا او آخرت کې زموږ سرپرستي وکړي، او دا اللّه دخپلو نیکو بندګانو محافظ دی.

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده

ریاض: 1/1/1412هـ

_______________________

دا کتابچه (من ادب الاسلام) اوه واره د رسالة المسترشدین….. چې دامام حارث محاسبي تالیف دی، په آخر کې چاپ شوي ده، خو په هغه وخت کې دا ډیره مختصره وه، په اوو مخو کې وه، اوس دا دی په تفصیل سره په مستقل ډول د اول ځل لپاره چاپیږي، د اللّه تعالی نه غواړم، چې په خپل فضل او کرم سره يې نافع وګرزوي، او دې رسالې ته مقبولیت ور په برخه کړي.

یادونه: په دغه کتابچه کې چې کوم احادیث راوړل شوی دي، هغه یا صحیح او یا هم حسن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x