fbpx

د شیانو انټرنټ یا (Internet of things (IoT څه شی دی ؟‎

 انصار حساس
د شیانو انټرنټ یا (Internet of things (IoT دا یو جمله کیداشی تاسو ډیر ځلی لیدلی او یا هم اوریدلی وی لکه څرنګه چی نړی ورځ تر بلی مخ پر ابادی او ترقی روانه سره نژدی او نښلول کیژی . خو هغه څه دی چی دا معنی لری ؟

په یو پراخ او روښانه مفهوم IoT راجع کیژی د ورځنیو شیانو رابطی یا مفاهمی ته د انټرنټ له لاری له تاسو او نورو توکو یا وسیلو سره.

نه! زما دا مطلب نه دی چی ستاسو د میز څراغ به بحث وکړی د تیری شپی د مهمی لوبی په مهمو ټکو. بلکه د خپل یخچال په اړه فکر وکړی چی تاسو ته خبر درکړی د هګیو او شیدو د کموالی او تاسو ښایی هغه ور زیات کړی او ورته یی راوړی ځکه چی ستاسو یخچال به پوهیژی چی تاسو سوپر مارکیټ ته نژدی یاست. آیا حیران شوی, هممم؟ نو راځی چی پلټنه وکړو د شیانو انټرنت (Internet of Things) څه معنی زمونژ د پاره په اوس او راتلونکی وخت کی

څنګه د شیانو انټرنټ یا IoT ستاسو مرسته کولی شی ؟
که تاسو هیڅکله د IoT په باره کی نه وی اوریدلی، ښایی تاسو د ځینی اصطلاحاتو سره بلد یاست د بیلګی په توګه “سمارټ کورونه.” (Smart Homes) سمارټ ښارونه (Smart Cities) او نور… IoT په اصل کی همدا مفهوم لری، یوازی د شیانو انټرنټ دی چی په تجارت ، جامو جوړولو، د حیواناتو په روزنه او داسی ډیر نور تر خپل پوښښ لاندی راولی او ورڅخه استفاده کیژی.

تاسو کولی شی چی د خپل سمارټ فون په استعمال سره په اړیکه کی ووسی د هوښیار ترموستات (Smart thermostats) سره تر څو تاسو ته د ټول کور د حرارت درجه وښیی، دا کار مخنیوی کوی د غیر ضروری ګرمولو یا یخولو څخه په داسی حال کی چی تاسو په کور کی حاضر نه وی، تر څو خپلی پیسی مو سپما کړی وی.ددی تر څنګ په دی هڅه کی شی او تصور وکړی چی څنګه دا وسایل زمونژ په ژوندی کی زیاتیدلی شی تر څو زمونژ د اسانتیا سبب شی.
امنیتی توکی چی ستاسو د کور څارنه کوی، د څراغونو روښانه کول او بندول په اتومات ډول په هغه صورت کی چی تاسو خونی ته ننوزی او یا هم د کوټی څخه بهر کیژی، او په ژوندی بڼه د کور ویدیو کتل کله چی تاسو د کور څخه لیری وی.

آیا دا تاسو ته د ۱۹۵۰ کوم ساینسی افسانوی غږ ښکاره شو؟ نه دا نه دی . هغه ټکنالوژی چی دا کارونه کوی اوس (زیاتره) دلته موجوده دی. څرنګه چی وسایل کوچنی او ځیرک کیژی او ورځ تر بلی پراختیا مومی، دا توانایی یی پیدا کړی ده چی مفاهمه وکړی د انټرنټ په واسطه حتی تر دی پوری چی ستاسو د غاښونو برس نه نیولی تر ستاسو تنور پوری به ۷/۲۴ وصل وی. ډیره لیری نه ده چی ژمونژ وسایل یا اسباب زمونژ کورنی همکاران ووسی، پخپل مینځ کی به سره چټ کوی کار به کوی تر څو ستاسو ښه خدمت وکړی

نو ددی ټول خبرو معنی همدا ده چی مونژ او تاسو په خاصه توګه هغه دوستان چی د کمپیوټر او ټیکنالوجی په برخه کی زده کړی کوی خپله څیړنه دی په دی برخه(Internet of Things) کی وکړی تر څو د لا زیات خدمت مصدر شی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د