شعـــــرونه

غزل/ فضل الرحيم بلال

فضل الرحيم بلال

لکه کنګل چې هیڅ بقا نه لري
همداسي ژونددی بس وفانه لري

دخیال تخمین مو بې هدفه درومي
چې خپلي هیلي مو سبانه لري

چې د لاشک په نظر ګوري تاته
دغه دزړو اینې صفا نه لري

دناکامۍ خاوري پرسرباده وي
څوک چې دموردخـولې دوعانه لري

په هرماښام پسي رڼارادرومي
چې دغه شپې ولي رڼانه لري؟

بلاله مینه احترام چې نه وي
ژوندبې مقصده دی معنانه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x