شعـــــرونه

دلته به څه شاعري وکړي انسان؟؟

محمد الله تبسم

شعر ته احساس د حسنیت په کار دی

شعر ته فضا د استغراق اړینه

شعر ته خیال د محبت ضرور دی

دغه د زرکې د رفتار تشبیه

باید چې زرکه په رفتار ووینې

دغه د غره د خاموشی تشبیه

باید چې غره کې دې مزل کړی وي

چرته د توت لاندې خو خوب وکړی

چې باید ویره د فنا نه وي نو

چې باید غرق د ځان په ورکو کې شې

چې طبیعي موسیقي هم واوری

دلته خو غټ اواز د بم اورو

دلته خو هره ورځې ډزې کیږي

دلته خو غر ته تلل په دار ورتلل دي

دلته خو هر انسان په ځان اخته دی

د حسنیت قدر هم ښځه نه ده

دلته به څه شاعري وکړي انسان؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x