افغانستان

ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

نن يکشنبه د هيواد په لر و بر کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره سيالۍ پيل شوې. د ولسمشرۍ کانديدان دوه مياشتې وخت لري، تر څو خپل پلانونه او کړنلارې خلکو ته ورسوي او د هغې په مقابل کې يې رايې خپلې کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو يوولسو کانديدانو په داسې حال کې خپل ټاکنيز کمپاينونه پيل کړل چې د هيواد امنيتي حالت ورځ تر بلې په خرابيدو دی او د هيواد په بيلا بيلو برخو کې به خلک د بمي حملو او چاودنو له امله دې ته زړه ښه نه کړي، چې ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ټاکنو کميسون اعلان کړی چې کانديدان دې په خپل کمپاين کې له داسې تبليغاتو ډډه وکړي چې د ملت تر منځ شخړې او تاوتريخوالی راپيدا کوي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې دوی د ټاکنو د امنيت خوندي ساتلو لپاره جدي کار کړی او کولای شي چې د ټاکنو د پروسې امنيت خوندي کړي.

ديادونې وړ ده چې د حکومت مخالفو وسلوالو طالبانو اعلان کړی چې ټاکنې د دوی په قول د اشغال تر سيوري لاندې کيږي او ګټه يې د پرديو لپاره وي، له همدې امله دوی په هيواد کې د ټاکنو مخالف دي او خلکو ته يې هم ويلي چې په ټاکنو کې دې برخه نه اخلي. 

يو شمېر امنيتي کارپوهان وايي چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنو د کمپاين او رايه اچونې په ورځ د سختو وسلوالو بريدونو او چاودنو خطر دی، چې له همدې امله به په لرو پرتو سيمو کې عام خلک په ټاکنو د برخه اخيستو لپاره زړه ښه نکړي.

يو شمېر ولايتي مسؤولينو هم د ټاکنو د امنيت د نه خونديتوب ويره ښودلې او زياته کړې يې ده چې له ولايتي او ولسواليو له مرکزونو پرته په نورو سيمو کې د طالبانو له ويرې څوک نشي کولای چې ټاکنو کې برخه واخلي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x