نظــر

اې په سر ولاړ اسمانه! ولې نه ژاړې په چیغو…

محب الله وثيق
اې په سر ولاړ اسمانه!
ولې نه ژاړې په چیغو…

بېګا شپه ناوخته څو میلمنو(!) او کوربنو(!) زموږ د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ کې پر یوه کور چاپه واچوله چې په ترڅ کې یې شپږ نارینه، درې میرمنې شهیدانې کړې او دوې تورسرې یې د ویشتلو ورسته له ځان سره نامعلوم لورې ته یووړې.

ددې وحشت د قباحت او مذمت لپاره د تعبیر الفاظ نه لرم، نه پوهیږم هغه کوم کلمات دي چې ددې غیر شرعي، غیر اخلاقي، او غیر انساني سترې فاجعې او وحشت غندنه پرې وکړو…

هیڅ ګمان نه کوم چې دا به هغه اتل زابل وي…

هغه زابل چې د اسلامي، ملي او پښتني برم او غیرت ځانګو وه…

ها چې بچیانو یې د هند و سند د اسیرو میرمنو د نجات لپاره سرونه ښندل…

هغه ځوانان چې د خپل غیرت او شهامت غرور په وجه یې دا ترنم د ورد په توګه زمزمه کاوو:

” په هند وسند و پر تخار او په کابل نشته

له ما اتل نشته
بل په زابل نشته ”

چېرته دي ها اتلان چې په ګرد هند و سند کې یې په چا سترګه نه ډکېده…
ای خاک افغانه… !!

نوم دې خورا حماسي دی، خو حیران دې ته یم چې د افغانانو د خاورې ننګ همدومره و؟ ولې دې ددې ستر وحشت په وړاندې سکوت کړی دی؟ آیا نن ستا په لمن کې میرمنې لوپټې د څو چرسیانو او پوډریانو په پښو کې نه رغړې؟ هغه عفیفې، حیاناکې پښتنې ستا په غیږ کې څنګه د پنجرو شاته پرتې دي…

اې اسلامي امته!!

دا زموږ “عموریه” ده، دلته زموږ او ستاسې معصومې خویندې د پنجرو تر شا د څو لوپرو شین سترګو او مزدورانو په منځ کې د مظلومیت آهونه او سلګۍ باسي، او د “وا معتصماه” کریږي وهي، آیا په تاسي کې یو “معتصم” شته چې زموږ د خور چیغې ته “لبیک” ووایي؟!!

پوهیږم چې ټول لاجوابه یو… یا مو خپل ایماني او ملي غیرت ته شا کړې ده، او یا د “مصلحت” تر چتر لاندې ځان غلی کړی، خو پوه شئ چې دا د یو قشر او یوه کهول بې عزتي نه بلکې د هر مسلمان ورور د پت او عزت د ننګ مسئله ده.
اې زما اسیرې خورکۍ!

موږ درته شرمنده یو… نن موږ یو باتور نه بلکې باټَوَر قوم یو… موږ معاف کړه… موږ د یو څو سپیرو څڼیورو ځوانانو په نامه پایو او همدوی دې چې ګوندې ستا د پړوني غم به خوري…

خو

موږ وبخښه…

ګرانې خورې!

موږ وبخښه…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x