افغانستان

ګډو ځواکونو په چاپه کې د کلیوالو میرمنې بیولې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ غویی، ۱۳۹۶): وړمه شپه ګډو امنیتي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په مهال شپږ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د درې تنه نارینه وو په ګډون یې دوې میرمنې هم له ځان سره نامعلوم لورې ته انتقال کړې دي.

د سیمېیزو خلکو په وینا، پېښه دشپې ناوخته د خاک افغان ولسوالۍ د بیتو په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملتیا په سیمه کې مېشت د طالب قمندان خالد اخندزاده په کور چاپه واچوله او کور ته په ننوتو یې سمدستي ناتاره ډزې پیل کړې چې له امله درې میرمنې او یو شپاړلس کلن ځوان په شهادت ورسېدل، درې نارینه او دوې نورې میرمنې یې په ژوبل شوي حالت کې له ځان سره نامعلوم لورې ته انتقال کړې.

حکومتي چارواکي د پېښې پخلی کوي خو د تېر په څېر یو ځل بیا وایې چې په عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی او نه یې هم میرمنې له ځان سره بېولې دي. خو په سیمه کې مېشت عیني شاهدان د حکومتي چارواکو خبره په کلکه ردوي.

دا لومړۍ پېښه نه ده چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په مهال ولسي وګړو ته «بې عزتي» ور اړوي، بلکې ولسي وګړي زیاتره له امنیتي ځواکونو څخه سر ټکوي چې د عملیاتو په مهال یې د آبرو خیال نه ساتي او له میرمنو سره یې د اسلامي او پښتني عنعناتو خلاف چلند کیږي.

یادې فاجعې په سیمه کې د خلګو سخت غبرګونونه راپارولي دي، او دا عمل د ملي او اسلامي نورمونو خلاف کار بللی دی، دا راز د ټولنیزو شبکو فعالانو هم پېښه په سختو ټکو غندلې ده او د حکومت څخه یې غوښتي چې د پیښې د عاملینو په اړه پوره تحقیقات وکړي او په اسارت وړل شوي نارینه او میرمنې ژر تر ژره ازادې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x