افغانستان

د ننګرهار زندان سياسي بنديان د چارواکو له ناوړه چلنده شکايت کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت په مرکزي زندان کې سياسي زندانيان شکايت کوي، چې څېړونکي، قاضيان او څارونوالان ورسره تبعيضي چلند کوي او په وينا يې په زوره او وهلو ډبلو ترې طالبانو سره د عضويت اقرار اخيستل کېږي.

د خيال ولي په نوم يو اوولس کلن ځوان نن ټکی اسيا ته وويل، چې دی له طالبانو سره هېڅ اړيکه نه لري، او يو لرې خپلوان يې د طالبانو په ليکه کې دی.

خيال ولي وايي، چې امنيتي ځواکونو د هغه تربور د ملګرتيا په تور نيولی، چې د طالبانو په ليکو کې دی.

خيال ولي نن ټکی اسيا ته وويل، چې په څېړنو او تحقيقاتو کې پرې هېڅ جرم نه دی ثابت شوی، خو څارنوالانو او قاضيانو د پيسو نه ورکولو له امله په پنځلس کاله بند محکوم کړی دی.

د جلال اباد څارنوالۍ يوه څارنوال نن ټکی اسيا ته وويل، د قانون له مخې که پر کوم تورن له نورو جرمونو پرته يوازې طالبانو سره د عضويت دعوه زښتيا شي د قانون له مخې په درې کاله بند محکوميږي، خو خيال ولي په پنځلس کاله بند محکوم شوی دی.

خيال ولي وايي، چې د جلال اباد په زندان کې له سلو ډېر داسې بنديان شته، چې هېڅ جرم پرې نه دی ثابت شوی او يوازې له دې امله په زندان کې پراته دي، چې قاضيانو او څارنوالانو ته رشوت نه شي ورکولای.

ملګرو ملتونو هم وړمه ورځ د افغانستان زندانونو کې په روانو شکنجو او ځورونو اندېښنه ښوولې وه او دا کار يې له بشري قوانينو خلاف بللی و.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې «يوناما» په راپور کې راغلي وو، چې د هېواد په ګڼو زندانونو کې يې له نژدې پنځه سوو داسې زندانيانو سره مرکې کړي، چې په وهلو ډبولو او شکنجو ترې اقرار اخيستل شوی وو او دوسيې يې لا هم په محکمو کې د نامعلومې پرېکړې په تمه وې.

تېره مياشت د افغانستان په مرکزي زندان څرخي پله کې هم سلګونو زندانيانو د چارواکو د ناوړه چلند له امله اعتصاب کړی وو.

په دغه اعتصاب کې اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او لسګونو نور بې هوشه شوي وو.

وروسته د مشرانو جرګې د بنديانو کميسيون د پلاوي په ډاډ زندانيانو خپل اعتصاب مات کړ.

طالبانو د يوې اعلاميې له لارې د بنديانو ځورول د د ټولو قوانينو خلاف بللي وو او ګواښ يې کړی و، که حکومتي چارواکي، څارنوالان او قاضيان د بنديانو له ځورولو لاس وا نه خلي دوی به يې پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x