ټولنیزه برخه

شیطاني ستراتیژۍ

حامد افغان

ولسمشر ته ورننوت، هغه په ژور فکر کې ډوب تللی و، مشاور ورو غوندي وپوښتی: جلالتمآب ولسمشر! د څه شي په اړه مو سوچ کاوه؟ هغه وویل: خزانه کې کمي راغلې ده، غواړم په بوره 10% مالیه ولګوم، اوس دې ته په فکر کې یم چې خلک به یې ومني که یه! ښاغلي مشاور، نه نه، خدای وهلي مشاور ورته وویل: صیب دا موضوع ماته پریږده..

مشاور خپل چپړاسیان او چوپړیان راوبلل، د پاچا د اندېښنې خبره یې ورته وړاندې کړه او ورته ویې ویل: تاسو په کلیو او ښارونو کې اوازې خپرې کړئ چې پاچا غواړي په بوره، غوښو، غوړیو او اوړو باندې 50% په سلو کې مالیه ولګوي.

په دې اوازو سره په خلکو کې شور او زوږ جوړ شو، د مشاور چوپړیانو به د خلکو خبرې هغه ته رسولې، خلکو به ویل دا مالیه بیخي زیاته ده او په زیاتو شيانو لګیدلې ده، که 10 یا 15 وی او په یوه یا دوو اجناسو وی؛ خیر او په دومره زياتو اجناسو دومره زیاته مالیه ظلم دی.

مشاور د خلکو له نبض معلومولو وروسته پاچا ته ورغی او ورته ویې ویل: موږ د نوې مالیې لګولو لپاره فرمان تیار کړی دی، تاسو یې اعلان کړئ او اعلان یې داسې ليکلي و: زموږ د مجاهد! او ميړني ولس! له غوښتنو سره سم او د هغوی پر اوږو د زیاتو ماليو د مخنیوي په نیت؛ غواړو یواځې په بوره باندې کمه اندازه مالیه (12%) ولګوو.

د سیاست یو طناز او نقاد ماهر وایي: د نن سیاستوال په ولسونو د واک ټینګولو لپاره څو ستراتیژۍ کاروي:

خلک په غفلت کې اچول او په لوبو اخته لرل

خلکو ته مشکلات پیدا کول

د ماشومانو په څېر خلک مخاطب کول

د فکر، سوچ او غور پر ځای د خلکو عواطف او جذبات پارول

خلک په ناپوهي او حماقت کې ساتل

له لویو ستونزو نه د خلکو توجه اړولو په نیت د وړو ستونزو پړسول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x