دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي تاریخ په اوږدو کې تر ټولو توره ورځ

لیکوال: ﺍﻟﺸﻴﺦ ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺎﺋﺪ (ﺑﻜﺪﺍﺵ)

ژباړه او ترتیب: م. حمد الله (دانشمند)

یاد عصري مورخ او د مدینې (منورې) اوسېدونکی، په خپل کتاب ( ﻓﻀﻞ ﺍﻟﺤﺠﺮ ﺍﻷﺳﻮﺩ ‏) کې د مخکښه مورخینو نه په نقل، په مکه – زادها الله شرفا – د “قرامطة و” یرغل څېړلی؛ لیکي: د ستر اختر (ذو الحجي) اتمه، د دوشنبې ورځ وه؛ “ابو طاهر القرمطي” لعین د نهه (۹۰۰) کسیز ګروپ په ملتیا په مکه مکرمه یرغل وکړ؛ حرم ته ننووت؛ د حاجیانو: نرو-ښځو په وژلو یې لاس پوري کړل، د هغوی تنې یې د “زمزم” په مبارکه څاه کې واچولې. دا راز یې د مکې مکرمې په کوڅو کې شته انسانان په ډلیېزه توګه شاو خوا (۳۰۰۰۰) کسان په شهادت ورسول؛ د کعبې شریفې پر معصوم غولي او حرم کې یې دننه ډېر انسانان حلال کړل؛ د هغې مقدسه ساحه یې په نجسو او پلیتو بولو ولړله

( یاد لعین ځان ته په اشاره سره وویل: زه الله یم… – العیاذ بالله – د کعبې په دروازه کې په ډېر غرور سره ناست و، د خلکو له مرګه یې خوند اخیست؛ هغوی د کعبې شریفې له پردې نه لاسونه تاو کړي ول؛ له الله پاک نه یې د خلاصون غوښتنه کوله؛ خو و نه ژغورل شول..؛ د زمزم قبه یې و نړوله؛ د کعبې شریفې د دروازې په کښلو یې خپل ناروا فوځ امر کړ؛ د هغې احرام یې ټوټه ټوټه کړ په خپلو ملګرو یې و وېشه؛ یوه ته یې کړه: بيړه وکړه، د خانه کعبې د چت تر ناوه را وکاږه، هغه ملعون وخوځېد، چت د ختلو پر مهال را وولېد؛ زمکې ته په رسېدو یې اورمېږ غوڅ شو.. فوځ یې امر کړ: “حجر الاسود” – کوم چې له جنت نه راغلی ده – را وکاږئ).

د یادو ملعونینو له مینځه یو را وخوځېد “حجر الاسود” مبارک یې په درانده چيټک وواهه؛ ټوتې ټوټې یې کړ، د دوشنبې په ورځ، د لوی اختر د میاشتي په (۱۴)مه یې د مازدیګر له لمانځه وروسته له بېخه وکښل او له ځان سره یې یووړل!

بیرته د خپلو ښارونو (بحرین او د اوسني سعودي، ختیځو سیمو) پر لور وخوځېد – ویل کېږي: د حجر اسود د وړلو پر مهال (۹۰) اوښان مړه شول؛ توان یې نه و، چې دا مقدسه، جنتي تحفه له دې پاک مکانه و لېږدوي.

یاد لعین غوښتل: هغلته کعبه جوړه کړي؛ خو الله پاک یې د “ابرهة الاشرم” په څېر واړه ارمانونه له خاورو سره خاوري کړل.

یاد د قرامطه و ټبر د خانه کعبې په څېر یوه خونه و پنځوله، حجر اسود یې په همغه خونه کې د (۲۲) کالو له پاره خوندي کړ. د مکې واکمنانو د زر اوزور په کارولو، سرښندنو او نورو اړینو لارو هم حجر اسود بېرته تر لاسه نه کړ. ویل کېږي: نوموړو (۵۰۰۰۰) دیناره د دې موخې له پاره ولګول.

د “حجر الاسود” مکان خالي و! حاجیانو او عمره کوونکو به یې په تش مکان لاسونه تېرول د اوښکو په بدرګه به یې ویل: الله پاکه! له جنت نه راغلی میلمه (حجر الاسود) یو ځل بیا خانه کعبې ته راوله!

لنډه دا، چې دو خت په تېرېدو یاد لعین (ابو طاهر القرمطي) په کال [۳۳۲هـ] کې د جهنم پر لور وکوچېد. په کال [۳۳۹هـ] کې، سي شنبه د لوی اختر په ورځ د قرامطه و له واکمن “سنبربن الحسن القرمطي” سره د یوه تړون پر اساس پریکړه وشوه، چې حجر اسود به بیرته د مکې مکرمې واکمنانو ته سپاري.

حجر اسود بیرته د یوه بې وسه او کمزوري جونګي پر شا تر خانه کعبې راوړل شو په داسې حال کې چې د مکې امیر هم ور سره و.

له حجر اسود سره د سپینو زرو وښې هم وو، چې د اوږده او ساره له خوا پرې کارول شوې وو، تر څو هغه چاکونه او پیوندونه یې بند کړل شي، چې د راکښلو او وړلو پر مهال یې موندلې وو، ور سره ځانګړې چونه هم وه، کوم چې دهغه دکابو کولو له پاره ترې استفاده کېده.

یاد سنبر په خپل لاس حجر اسود مبارک پر خپل ځای کېښود، دا مهال یې دا وینا وکړه:

‏« ﺃﺧﺬﻧﺎﻩ ﺑﻘﺪﺭﺓ ﺍﻟﻠﻪ، ﻭﺭﺩﺩﻧﺎﻩ ﺑﻤﺸﻴﺌﺔ ﺍﻟﻠﻪ!»

ژباړه: د الله په قدرت مو وړی، دهغه په خوښه مو بیرته راوړی!

خلکو چې کله حجر اسود ولید؛ نو د تکبیر په زمزمو یې سیمه ولړزوله؛ د ستر څښتن شکر یې ادا کړ. په خبر کې راغلې: خلکو شک کاوه، چې دا به هغه حجر اسود نه وي، کوم چې هغوی وړی و، بلکې مسلمانان به د هغوی له لوري دوکه کړل شوي وي.

د مکي پلاوي رئیس، د ازموینې له پاره اوبه و غوښتې، زیاته یې کړه، چې حجر اسود د نورو کاڼو په خلاف اوبه نه ډوبوي، ازموینې و ښوده، چې دا هغه مبارک حجر اسود دی.

د قرامطه و د پلاوي مشر هک پک حیران شو، ویې ویل:

«ﻫﺬﺍ ﺩﻳﻦ ﻣﻀﺒﻮﻁ!»

دا محکم دین دی.

دا یو ځل نه دی، چې خانه کعبه له داسې دردونکې پېښې سره مخ کېږي، بلکې ډېرې تاریخې پېښې یې د حجر اسود په ګډون ژغملې؛ دوه ځله کعبه شریفه سوزول شوې: لومړی ځل د اسلام تر راتګ مخته د قریشو په زمانه کې، چې تر څنګ یې حجر اسود هم وسوزېد، تور والی یې نور هم زیات شو.

دوهم ځل د اسلام له راتګ نه وروسته د “عبد الله بن الزبیر” – رضی الله عنهما – په دور کې، چې کله هغه مبارک د “حصین بن نمیر الکندي” له خوا کلا بند شو، وسوزول شوه، دتېر په څېر حجر اسود بیا زیانمن شو آن تر دې چې درې ټوټې شو، دا ځل “ابن الزبیر – رضی الله عنه – په سپینو زرو سره را بند کړل. د وخت په تېرېدو د “هارون الرشید” په زمانه کې یې زر وِیلي او نرم شول، نيږدې وه چې درې برخې شي، هغه د عمرې د ادا کولو پر مهال سفارښتنه وکړه تر څو په سمه توګه اصلاح او ورغول شي. همداسې وشول.

تېرته په کتو پوښتنه داده، چې دا ځل ولي ستر څښتن د خانه کعبې دفاع و نه کړه، لکه: د “ابرهه” لښکر چې یې له یوه پلوه د اور کندې ته ور ټېل وهل؟

ځواب: د لوی قدرت څښتن د یادو ظالمانو سزا اخرت ته وځنډوله، دا چې ولي؟ په اړه یې لاندې مراجع څارلی شئ:

[البدایة والنهایة۱۵/ ۳۹، ابن خلدون، المنتظم لابن الجوزي،فضل الحجر الاسود].

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x