۳۶۶ ملیونه کسان د شوګر په ناروغی اخته دي

shuger_testنن ټکی آسیا: د شوګر ناروغی نړیوالي اتحادیې اعلان وکړ چي شوګر ناروغي ورځ په ورځ په نړی کي مخ پر زیاتېدو دی، په اوس وخت کې ۳۶۶ ملیونه وګړي په د شوګر په ناروغی اخته دی، او د کاله ۴،۹ ملیونه کسان ددغه ناروغی له کبله مړه کیږي.

اتحاديې وویل چي هغه شمېري چي نړیوالو څیړنو په ترڅ کې جمع شوي دي، دا جوته وي چي په روان کال ۲۰۱۱ کې په دغه ناروغی د اخته کسانو شمېر ۳۶۶ ملیونه تنو ته پورته سو، او د مرګونو شمېر ۴،۹ ته پورته سو،

او ددغه ناروغی باندي د مصرف کچه ۴۶۵ ملیاردو ډالرو ته ورسید.

د اتحادیې په وینا د شوګر ناروغی په نړی کې په بې ساري توګه سره مخ پر زیاتیدو ده.

د اتحادیې رئیس جین کلود مبانیا په خپل یوه بیان کې ویلي چي دغه شمېرې پر دې دلالت کوي چي شوګر ناروغي اوس د نړی لپاره په یو داسي غټ ګواښ بدل شوی چي باید د نړیوالي ټولني له خوا ورته جدي پاملرنه وشي، ځکه چي په کال ۲۰۱۱ کې په هره ۷ ثانیه کې د همدې ناروغی له کبله یو سړی مړ کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.