نظــر

اشرف غني د افغانستان حل او که خپله ستونزه دی؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ غویی، ۱۳۹۶): په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو او حالاتو یو ځل بیا دا پوښتنه را پورته کړې چې ایا اشرف غنې ددې وړتیا لري چې د هیواد ستونزو ته د خلاصون یوه لاره ولټوي او که خپله د نورو ستونزو پر سر باندي یوه ستونزه دی؟

د ډچ ویلې انګریزې وېب پاڼې همدا پوښتنه مطرح کړې او ویلي چې د بلخ پيښې او هلته تر ۱۵۰ زیاتو عسکرو وژل کېدلو وروسته د اشرف غني د حکومتي وړتیا په اړه جدي پوښتنې مطرح کړي؟ ایا اوس وخت را رسېدلی چې نوموړی له خپلې دندې تېر شي؟

د بلخ پيښې وروسته دفاع وزیر او لوی درستیز له خپلو دندو څخه استعفا ورکړه او د ولسمشر اشرف غنې د ژغورنې لپاره د ورځپاڼې په وینا د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس کابل ته سفر وکړ او هلته یې د اشرف غني څخه مننه وکړه او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

نوموړي اشرف غني ته په خطاب کې وویل: « په ډېر، ډېر سخت وخت کې ستاسو مشرتوب څخه مننه کوم».
د ورځپاڼې په وینا د مټیس دغه خبرو څخه څرګندیږي چې امریکا د اشرف غني تر شاه ولاړه ده.

وېبپاڼه زیاتوي چې په داخل کې د اشرف غني ملاتړ ورځ په ورځ کمیږي، نوموړی باندي تور پوري کیږي چې د افغانستان لويې ستونزو څخه یې توجه اړولې او پر کوچنیو مسلو یې توجه زیاته ده، د افغانستان لويي ستونزې د طالبانو مقاومت، د هیواد اقتصاد د نورو پر خیراتونو باندي متکي دی، او سیاسي نظام یې انتهايي کمزوری دی.

د نړیوال بحران ډلې د راپور سره سم د ملي یو والي توافقنامې پر اساس دواړو ټیمونو منلې وه چې دوی به خپل اختلافات تر شا غورځوي، او ګډحکومت به جوړوي، خو دا پروسه کله هم نه ده کامیابه شوې.

عبدالله وایی چې دی په واک کې نیمی شریک دی، او د اشرف غني پلویان د قوت اصل تمرکز په اشرف غني کې ویني او د اساسي قانون پر اساس د واک اصل مرجع اشرف غني بولي.

دغه ډله وايي چې دګډحکومت په لوړه کچه سیاسي مشرتابه کې دغه اختلاف د هیواد وضعیت نور هم خرابۍ ته بیايي، د مخنیوي لپاره یې په کار ده چې په چټکه او عاجله توګه قانوني او سیاسي شخړو هوارولو ته لاره وموندل شي.

د وېبپاڼي په وینا د اشرف غني لپاره د حکومت ناکامه وېش یوازینۍ لویه ستونزه نه ده، بلکې اشرف غنې نه دی توانیدلی چې حتی خپل د انتخاباتي کمپاین ملګري له ځانه سره وساتي، له کله نه چې یې حکومتي چوکۍ نصیب شوه، خپل ډېر ملګري يې خفه پرېښوده.

وېبپاڼه د غني د انتخاباتي کمپاین د یوه ملاتړي له خولې لیکي چې غني پر هیڅ چا اعتبار نه لري، د حکومت تر څنګ خپلې ټولي چارې په ډېره سطحې او کوچنۍ دایره کې اداره کوي.

او زیاته وي، د سیاسي چارو اکثره ماهرین د اشرف غني د حکومتي سیسټم چلولو سیاست نه خوښوي.

د هیډلبرګ په نامه د جنوبي اسیا پوهنتون استاذ او څېړونکی سیج فرېډ وولف وايي چې اشرف غني د حکومت هر څه په خپل کنټرول کې ساتل غواړي، په همدې وجه د غني شاوخوا یوازي غوړه مالان پاته دي کوم چې د نومړي سره په هرڅه باندي توافق لري.

نوموړي زیاتوي چې اشرف غني د خپل سیاسي همکارانو او حکومتي جګپوړو مشرانو سره هیڅ فکري او اخلاقي یووالی نه لري چې دا خپله یوه بله لویه ستونزه ده.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان تر اوسه یو ناکامه هیواد نه دی، خو ډېر کمزوری دی، اشرف غني چې د ناکامه هیوادونو د بیا رغونې په اړه یې کتاب لیکلی، دوه کلونه نور وخت لري چې افغانستان ورغوي، کنه اوس هم ډېر زیات خلک په دې فکر دی چې اشرف غني د ولسمشرۍ هیڅ وړتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x